سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهد بدخشان يو شمېر لارې د سختو واورو له امله تړل شوي...

د بدخشان يو شمېر لارې د سختو واورو له امله تړل شوي دي

تاند:( جمعه، د دلوې يوويشتمه)‏ له بدخشان څخه راپورونه وايي، چې تازه د سختو واورو له امله د دغه ولايت يو ولسواليو ته ورغلې لارې تړل شوي دي.

په دغو ولسواليو کې، چې لارې ېې تړل شوي دي، د راغ ،درواز،شغنان او واخان ولسواليو يادونه شوې ده.

يادې ولسوالۍ غره ییزې دي او پکې د برف کوچونو د راوتو خبرونه هم ورکړل شوي.

د تازه ورښتونو له امله د احتمالي مالي او ځاني زيانونو معلومات تر اوسه نه دي موجود.

څه موده مخکې د برف کوچونو له امله د بدخشان په یو شمېر غره ییزو سیمو کې د مرګ ژوبلې راپور ورکړل شوی و.

له نورو ولايتونو څخه، چې تازه پکې واورې او بارانونه شوي، د رامنځته شويو احتمالي ستونزو خبرونه لا نه دي تر لاسه شوي.

افغانستان سږ کال بېساری سوړ ژمی او ورسره په هم مهاله توګه، سخت اقتصادي او بشري ناورين تجربه کوي.

نړيوال مرستندويان د موسمي لار بنديو له امله د مرستې رسولو په برخه کې د خنډونو خبر ورکوي او وېره لري، چې دا خنډونه او ورسره په مرسته رسولو کې د ښځینه مرستندويانو پر موجوديت د طالبانو د حاکمې ادارې بندیز به د بشري فاجعې خطر زيات کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب