سه شنبه, اکتوبر 8, 2024
Home+ټولنیز بدلون | زهیر پښتون

ټولنیز بدلون | زهیر پښتون

 د يوه- يوه وګړي له يو ځای کېدو يوه ټولنه جوړېږي.

ټولنه د ټولو وګړو ګډ کور دی.
دغه کور پر هر غړي حق لري، چي کار ورته وکړي.
د ښه بدلون هڅه ئې وکړي او د خپل دغه کور (ټولني) د ښېګڼي پرمختګ او مثبت بدلون لپاره مخلصانه کار وکړي.
که غواړو، خپله ټولنه بدله کړو؛ لومړی بايد ځان بدل کړو.
وګړي دلته تېروتلي دي چي ټولنه بدلول غواړي، خو د ځان بدلولو فکر نه کوي.
چي بدلون له ځانه پيل کړو د ټولني او نړۍ بدلون  اسانه دی.
دا متل ښه اړخ لګوي. «اول ځان او بيا جهان» لومړی ځان بدل کړه او بيا جهان.
موږ بايد په ځان کي داسي مثبت تغير راولو، چي ټولنه مو ورسره د پرمختګ پر لور ګام واخلي.
موږ ټول غواړو، ښه ټولنه ولرو، خو د ښه کولو کوښښ ئې نه کوو.
دا مو هيله ده، چي ټولنه پرمختللې وي او د بل له احتياجه خلاصه وي مګر پرمختګ ته ئې کار نه کوو.
دا غواړو، چي ټولنه مو لوستې وي، خو د ليک، لوست، کتاب، قلم او مطالعې د فرهنګ عامولو لپاره عملي کار نه کېږي، يا ډېر کم کېږي.
موږ ځان نه ښه کوو، خو نارې وهو، چي ټولنه دي ښه وي.
که د ټولني هر وګړی د خپل وس په اندازه ټولني ته کار وکړي، ټولنه هرو مرو پرمختګ کوي او خامخا  به يوه سياله ټولنه لرو.
د ټولني ابادي زموږ ابادي ده.
د ټولني درد او ستونزه زموږ درد دی او زموږ ستونزه ده.
که مو ټولنه هوسا، پرمختللې او سوکاله وي، موږ به ښه يادېږو او که مو ټولنه محتاجه او بې ثباته وي، پېغور  ئې هم  موږ ته راکول کېږي.
د ټولني د وګړو حالت د ټولني د حالت او وضعيت هينداره ده.
چي د ځان بدلولو هڅه نه کوو، د نړۍ بدلولو هڅه ناکامه هڅه ده او په ويښه خوب ليدل دي.
که ځان بدل کړو، ټولنه هم بدلولای شو.
چي ځان نه بدلوو، ټولنه څنګه بدلوئ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب