سه شنبه, اکتوبر 8, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو اټکل شوی

د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو اټکل شوی

تاند (سې شنبه، د میزان ۱۷ مه) د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پیژندنې ریاست د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلونو د احتمال په اړه خبرداری ورکوي.

دغه ریاست پرون (دوشنبې) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په بدخشان، نورستان، تخار، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، بغلان، کندوز، سمنګان، پروان، بامیان، میدان وردک او غزني ولایتونو کې د سختو بادونو او سیلونو وړاندوینه کوي.

اټکل کیږي چې په بیلابیلو سیمو کې به د باران اندازه د ۵۰ او ۷۰ میلي مترو ترمنځ وي.

د شنبې په ورځ د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د سیلونو له امله لږ تر لږه یو تن مړ او یو شمېر نور ټپیان شول.

په دې ولسوالۍ کې د سیلونو له امله لسګونه کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړ شوې ده.

سږ کال په افغانستان کې بارانونه او ورسره یوځای سیلونه په تطرو کابو پنځو لسیزو کې بې ساري بلل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب