Homeخبرونهکندهار کې د ۲ ښځو په ګډون د انسان تښتوونکو ډله نیول...

کندهار کې د ۲ ښځو په ګډون د انسان تښتوونکو ډله نیول شوې

تاند ( سه شنبه د میزان ۱۷مه) کندهار کې د طالبانو د والي ویاند په دې ولایت کې د انسان تښتوونکو د یوې ډلې د نیولو خبر ورکوي.

نوموړی وایي ١٧ ورځي وړاندې د کندهار له سپین بولدک ولسوالۍ څخه د سوداګرحاجي ظریف پېنځه کلن زوی صفت الله انسان تښتوونکیو وتښتوه او له کورنۍ څخه یې ۵۰ زره امریکایي ډالرو وغوښتل.

کندهار کې د طالبانو د والي ویاند محمود عزام زیاتوي، چي د کشفي معلوماتو پربنسټ امنیتي ځواکونو د لښکرګاه د بولان اړوند سیمه کې د انسان تښتوونکیو پر کور ځانګړي عملیات تر سره او ماشوم یې وژغوره.

نوموړی زیاتوي، چې د ژغورنې په عملیاتو کې د ۲ ښځو په ګډون ۴ انسان تښتوونکي هم نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې ژغورل شوی ماشوم خپلې کورنۍ ته سپارل شوی او د تښتوونکو له ډلې پوښتنې روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...