Homeخبرونهد خوړو نړیوال پروګرام؛ تر ۱۲ ملیونه زیات افغانان د خوراکي توکو...

د خوړو نړیوال پروګرام؛ تر ۱۲ ملیونه زیات افغانان د خوراکي توکو ترلاسه کولو ته حیران دي

تاند ( سه شنبه، دمیزان ۱۷مه) د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې ۱۲،۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د ترلاسه کولو له سخت حالت سره مخ دي.

دغه سازمان وايي چې ډېری افغانان نه پوهېږي چې څنګه د خپل ځان لپاره د بل وخت خواړه ترلاسه کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي چې د ۲۰۲۴کال تر دسمبر پورې په هیواد کې اړمنو خلکو ته د مرستې لپاره په بېړنۍ ډول ۶۱۷ ملیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې د طالبانو د حکومت له بیا جوړېدو وروسته د مرستو د بسته بندۍ تمویل لپاره سخت مالي کړکېچ د خوراکي توکو د مرستو رسولو لړۍ له خطر سره مخ کړې ده.

یاد سازمان تېره ورځ هم ویلي وو، چې په افغانستان کې یې د روان کال له پیل نه تر دې دمه له شاوخوا ۴ ملیونه اړمنو افغانانو سره نغدي مرسته کړې ده.

یاد پروګرام زیاته کړې وه، چې په دې ۴ ملیونه کې نیمایي یې ښځې دي او په دې پار یې ورسره مرسته کړې، څو دوی خپلو کورنیو ته اړمن توکي وپېري او خپلې اړتیاوې پوره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...