سه شنبه, اکتوبر 8, 2024
Homeخبرونهپاکستاني ادارو ماهرنګ بلوچ امریکا ته له تګ څخه راستنه کړه او...

پاکستاني ادارو ماهرنګ بلوچ امریکا ته له تګ څخه راستنه کړه او ناوړه چلند یې ورسره وکړ

تاند (سې شنبه/د میزان ۱۷مه) — د بلوچستان د ازادۍ یوه ننګیالۍ ماهرنګ بلوچ چې د امریکا متحده ایالاتو ته په لاره وه، د کراچۍ هوایي ډګر څخه پولیسو وګرځوله او د هغې پاسپورټ، موبایل فون او موټر یې ترې ضبط کړل.

ویل کیږي چې ډاکتره ماهرنګ بلوچ د متحده ایالاتو د مشهورې ټایم مجلې له خوا د کال د ۱۰۰ ډېره نفوذ لرونکیو رهبرانو په ډله کې یاده شوې او په پام کې وه چې د یادې مجلې په ځانګړي پروګرام کې برخه واخلي.

ماهرنګ د خپلو ملګرو د اېکسپاڼو له لارې په کراچۍ کې د پاکستاني پولیسو او استخباراتي ادارو چلند ناوړه وباله او ویې ویل چې له هغې او د هغې له ملګرو سره ډېر ناوړه چلند وشو او په هغې باندې ګوزارونه هم وشول.

د پيردان بلوچ په نامه یوه بلوچ فعال په اېکسپاڼه خپره شوې ویډیو کې پېغله ماهرنګ وایي، «پاکستاني پولیسو او ادارو د کراچۍ هوایي ډګر کې مونږ ته وویل چې تاسو ځانمرګي بریدګر یئ، پنځه ساعته یې مونږ په هوایي ډګر کې ایسار کړي وو، پاکستاني مقاماتو په ما او زما په ملګرو باندې لاس پورته کړ، له مانه یې پاسپورټ او موبایل فون واخیستل او لوی هدف یې دا و چې زما پاسپورټ ترلاسه کړي.»

په یوه بله ویډیو کې چې یاسر بلوچ په خپله اېکسپاڼه خپره کړې، د ماهرنګ ملګرې سمي دین بلوچ د لارې په سر په تیاره کې ولاړ موټر څخه خبرې کوي او وایي، «مونږ له هوایي ډګر څخه راووتلو، د خپل استوګنځي په لوري روان یو، دا ځای دی، خو دا ځای زمونږ لپاره نا اشنا دی، نه پوهېږو چې دا کوم ځای دی خو زمونږ د موټر کیلي ګانې یې هم اخیستي دي، مونږ ته ګواښونه کوي، مونږ د دې ټولو مسؤل د کراچۍ اداره بولو.»

د پیردان بلوچ په نامه فعال په اېکسپاڼه خپره شوې بله ویډیو کې ماهرنګ او ملګرې یې له پولیسو یا د استخباراتي ادارې کارکوونکیو سره په جنجال دي.‌ هغوی ترې غوښتنه کوي چې موبایل فون ورکړي او چلند یې خورا ناوړه برېښي.

ماهرنګ بلوچ چې په ۱۹۹۳ کې پیدا شوې، د طب ډاکتره او د بلوچ یکجهتۍ تر چوکاټ لاندې فعالیت کوي، د بشري حقونو یوه بلوچه فعاله ده، چې د پاکستاني ځواکونو له خوا په بلوچستان کې په غیرقانوني او جبري توګه د بلوچانو د ورکولو اوغیرقانوني وژنو پر ضد مبارزه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب