Homeخبرونهد مالګې په واردولو بندیز؛افغانستان ته د ۴۹۵ ټنه مالګې د قاچاق...

د مالګې په واردولو بندیز؛افغانستان ته د ۴۹۵ ټنه مالګې د قاچاق مخه ونیول شوه

تاند ( سه شنبه د میزان ۱۷مه) د طالبانو د حکومت مالیې وزارت ویلي؛ د روان ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال په تېرو شپږ میاشتو کې د هرات، فراه، نیمروز او ننګرهار ولایتونو په ګمرکونو کې ۴۸۴ ټنه او ۷۹۴ کیلو ګرامه قاچاقي مالګه نیول شوې ده.

د طالبانو مالیې وزارت زیاته کړې، چي قاچاق کوونکو غوښتل یاده مالګه په پټه افغانستان ته راولېږدوي.

د سرچینې په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د اقتصادي کمیسیون د پرېکړي له مخي، افغانستان ته د پخې او خامي مالګي واردول بشپړ بند دي.

ویل کیږي، چي اوسمهال د یاد وزارت له لوري د هېواد په ټولو ګمرکونو کي د قاچاقي او ممنوعه توکو څخه پوره څارنه روانه ده او هيچا ته اجازه نه ورکول کېږي، چي توکي په ناقانونه توګه هېواد ته راولېږدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...