تاند ( سه شنبه د میزان ۱۷مه) سمنګان ولایت کې د طالبانو د چاپیریال ساتنې ریاست مسوولین وایي ۲۰ تنه ښکاریان یې په خُلم ولسوالۍ کې د ښکار پرمهال نیولي دي.
نیول شویو ښکاریانو ۲۰ کوترې، ۱۰ مرغۍ، ۱۰ دانې مړزان او ۵۰ دانې نور د ساتنې وړ الوتونکي ښکار کړي وو.
نیول شوي کسان د خلم امنیه قومندانۍ ته لېږدول شوي او الوتونکي مرغان بېرته خوشې شوي دي.
د ښکاریانو له ډلې له ځینو ژمنه واخیستل شو او ۴ تنه تر پوښتنو لاندې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د حیواناتو او الوتونکي ښکار په ټول هيواد کې منع اعلان کړی دی.