Homeخبرونهترکیه وايي، په یوه میاشت کې یې تر ۴ زره ډېر غیرقانوني...

ترکیه وايي، په یوه میاشت کې یې تر ۴ زره ډېر غیرقانوني کډوال نیولي

تاند (سې شنبه، د میزان ۱۷ مه) د ترکیې د کورنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې په تېره یوه میاشت کې یې د خپل هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې ۴۰۴۰ غیرقانوني کډوال نیولي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علی یارلیکیا وویل، په دې موده کې ۲۰۰ نور کسان د انساني قاچاق په تور نیول شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د انساني قاچاق په تور د نیول شویو کسانو هویت او ملیت نه دی څرګند کړی.

علی یارلیکیا په په ایکس کې لیکلی چې په ټول هیواد کې له هممهاله عملیاتو وروسته د بې اسناده کډوالو د سپرلۍ تر سلو ډېر موټرونه یې کشف او ضبط کړي دي.

هغه زیاته کړه چې نیول شوي کډوال د ښارونو د کډوالۍ دفترونو ته سپارل شوي او د هغوی د ایستلو پروسه پیل شوې ده.

د توقیف شویو پناه غوښتونکو هویت نه دی په ډاګه شوی، خو په دغه هیواد کې زیاتره بې اسناده پناه غوښتونکی د افغانستان، پاکستان او سوریې اتباع دي.

ترکیې په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د توقیف او ایستلو لړۍ ته زور ورکړی دی.

د ښاغلي یارلیکیا په وینا، د ترکیې د امنیتي ځواکونو عملیات په ټوله ترکیه کې د بې اسنادو پناه غوښتونکو د پیژندلو او ډیپورټ لپاره دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...