Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه سروبي کې د لمریزې برېښنا د تولید پر لویې پروژې کار...

په سروبي کې د لمریزې برېښنا د تولید پر لویې پروژې کار پیل شو

تاند (سې شنبه، د میزان ۱۷ مه) د افغانستان برښنا شرکت وایي چې د کابل ولایت په سروبي ولسوالي کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید چارې پیل شوې.

د لمریزې انرژۍ په دې برېښناکوټ د ترکیې ۷۷ شرکت او د افغانستان سولرستان شرکت ۱۸ میلیون ډالره پانګونه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر مطبوعاتی دفتر نن (سې شنبې) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ترکیې سفیر، د افغانستان بانک ريیس، د خصوصی سکټور استازو او د طالبانو د کابینې ځینو غړو د پروژې په پرانستونکو مراسمو کې ګډون وکړ.

د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې، عبدالغني برادر وویل چې د لمریزې بریښنا د تولید پروژې په تدریجي ډول په وارداتي بریښنا باندې د افغانستان تکیه کمولی شي.

د دې پروژې چارې به په یو کال کې بشپړې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...