سه شنبه, جولای 2, 2024
Homeټولنیزشل اوریز نړیوال جام| محمدالله شېرزی

شل اوریز نړیوال جام| محمدالله شېرزی

۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام د انډیا په اتلولۍ سره پای ته ورسېد. دغه سیالۍ په امریکا لویه وچه کې د امریکا او ویسټ انډيز پر لوبغالو ترسره شوې، چې په ټولیز ډول سره ۵۵ لوبې پکې وشوې.
پدې سیالیو کې ۵۱۷ شپږیزې او ۹۶۱ څلوریزې له بونډریو بهر شوې، سره د دې چې لوبغالي تر ډېره د توپ اچونکو په ننګه وو. تر ټولو زیاتې منډې رحمن الله ګربز پکې وکړې، چې ۲۸۱ منډې وې، فضل الحق فاروقي او ارشدیپ سېنګ ۱۷ – ۱۷ ویکټې واخېستې او د ټورنمېنټ غوره لوبغاړی بومرا ونومول شو.
جام ګټونکې لوبډلې ته ۲،۴۵ میلیونه، بایلونکي ته ۱،۲۸ میلیونه، نیمه پای لوبو لوبونکو لوبډلو ته ۷۸۷،۵۰۰ – ۷۸۷،۵۰۰ او اته غوره ته وتونکو لوبډلو ته ۳۸۲،۵۰۰ – ۳۸۲،۵۰۰ امریکايي ډالر جایزې د کریکټ نړیوالې شورا له لورې ورکول شوې.
په ټوله کې د څو لوبډلو دپاره دغه جام غوره و لکه انډیا، افریقا، افغانستان، انګلستان، استرالیا ا امریکا، خو د ځینو دپاره بې خونده و، چې پاکستان، نیوزیلېنډ، سریلانکا او نور یادولی شو.
سویلي افریقا د کالونو ځنډ وروسته په لومړي ځل پای لوبې ته ورسیده، خو د لوبې اسانوونکي کلاسن لوبه تر بایللو ورسوله، ځکه په ۳۰ توپونو ۳۰ منډې پاتې وې او له ده وروسته داسې څوک نه وو، چې لوبه پرمخ یوسي او بیا یې هم پرلپسې د شاټونو هڅه کوله. میلر په وروستي اور کې لوبه تر ګټولو روانه کړه، چې د سوریا کمار غوره توپ نیونې او کیچ یې هیلې میراتې کړې، بومرا په ځانګړي ډول هارډیک انډیا ته زمینه مساعده کړه، چې تر ۱۳ کلن ځنډ وروسته شل اوریز نړیوال جام په خپل نوم کړي.
د افغانستان لوبیدل پدې جام کې هیله بښونکي وو، که د لوبډلې ترکیب منظم شي، نوره یې هم ښه کیدل ممکن دي او د سیالیو غوره ۱۱ کې ۳ افغان لوبغاړي راتلل ستره کارنامه ده.
ترڅنګ یې افریقا هغه فرصت له لاسه ورکړ، چې ښایي کالونه – کالونه یې بیا ترلاسه نه کړي او په لوی لاس یې لوبه بایلوده، خو بیا هم په ټوله کې د دوی لوبیدل فوق العاده وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب