تاند (یکشنبه د لړم ـ عقرب ۲۵مه) د هند سوداګریز لیګ (IPL) په راتلونکي ۲۰۲۶ کال سیالیو کې، ګجرات ټایټنز افغان لوبغاړی راشد خان د کلیدي لوبغاړي په توګه په ۱۸ کروړه هندۍ روپیو (۱۸۰ میلیونه) له ځان سره وساته.
په ورته مهال درې نور افغان ملي لوبغاړي، نور احمد لکڼوال، عظمت الله عمرزی او الله محمد غضنفر هم د چینای سوپر کینګ، پنجاب کینګز او ممبۍ اینډینز له خوا اخیستل شوي دي.
څلور نور افغان لوبغاړي کریم جنت، مجيب الرحمن، رحمن الله ګربز او فضل الحق فاروقي خپلو لوبډلو نه دي ساتلي چې بولۍ ته به وړاندې کېږي.
افغان لوبغاړي د IPL په سیالیو کې د خپلو لوبډلو لپاره مهم رول لري او تر دې مخکې یې په نړیوالو سیالیو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.
د هند د سوداګریز غوره لیګ (IPL) راتلونکی نولسم پړاو د ۲۰۲۶ کال د مارچ له ۱۵مې پیل او د می تر ۳۱مې دوام کوي.
په دې موده کې به ټول ۱۰ لوبډلې د ليګ مرحله او پلې آف پړاوونه ترسره کړي او پایلوبه به د می په ۳۱مه وي.