جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهنن یکشنبه د هوایي دهلېز له لارې د وچو او تازه مېوو...

نن یکشنبه د هوایي دهلېز له لارې د وچو او تازه مېوو صادرات پیلېږي

تاند (یک شنبه د لړم ـ عقرب ۲۵مه) آریانا افغان هوايي شرکت وایي چې،  نن (یک شنبه) د طالبانو د اقتصادي معاونیت د پرېکړې له مخې په ارزانه بیه د وچو او تازه مېوو صادرات پیلوي.

یاد شرکت پرون شنبه ناوخته ویلي، دغه صادرات به په ځانګړو کارګو الوتکو کې نوي ډیلي ته د یو شمېر افغان توکو په صادرولو سره پیل کړي.

سرچینې زیاته کړې چې، د دغو توکو د صادراتو پرمهال به یې قیمت د یوه کیلو پر سر یو امریکايي ډالر وي.

تر دې مخکي د طالبانو رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند یاد شرکت ته سپارښتنه کړې وه چې، د هوايي دهلېز له لارې د وچو او تازه مېوو صادرات بغیر له ګټې پیل کړي.

ملا برادر د صادراتو له پاره د یوه کیلو بیه یو امریکايي ډالر او د وارداتو له پاره  ۰،۸۰ امریکايي ډالره ټاکلي وو.

د یادونې وړ ده چې، تېره اوونۍ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ هم د هوايي او ځمکني دهلېز تړون لاسلیک شو چې، پر اساس به یې د افغانستان کرنیز محصولات، مېوې او بسته بندي شوې غوښې ازبکستان او د دغه هیواد له لارې منځنۍ او جنوبي اسیا او اروپايي هیوادونو ته صادرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب