جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهروسیې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د منځګړتوب وړاندیز کړی

روسیې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د منځګړتوب وړاندیز کړی

تاند (یکشنبه د لړم ـ عقرب ۲۵مه) ‏د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې هېواد یې چمتو دی څو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو منځګړتوب وکړي.

ماریا زاخارووا زیاته کړې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی به د سیمې امنیت ته خطر پېښ کړي او ټینګار یې کړی، چې دواړه لوري باید د سولې او خبرو لاره خپله کړي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ درې پړاوه خبرې اترې په دوحه او استانبول کې شوې دي، خو درېیم پړاو یې دوه اوونۍ وړاندې بې پایلې پای ته رسېدلی دی.

روسیې چې طالبان یې د لومړي هېواد په توګه په رسمیت پېژندلي دي، تر اوسه یې دغې ډلې د یاد وړاندیز په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلای.

تر دې وړاندې هم د ایران، قطر، ترکیې، او منځنۍ آسیا هېوادونو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ستونزې حل د ډيپلوماسۍ له لارې غوښتی دی.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ ته ډېری افغانان د شک په سترګه ګوري، خو د هېواد له ملي حاکمیت دفاع او پر وړاندې یې د تېري غندنه د طالبانو ملاتړ یا تایید نه دی تعبیر کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...