جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهلغمان کې د ترافیکي پېښې له امله ۶ تنه مړه او ۳...

لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله ۶ تنه مړه او ۳ ژوبل شوي دي

تاند (یکشنبه د لړم ـ عقرب ۲۵مه) ‏د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶ کسان مړه شوي او ۳ نور ژوبل دي.

پېښه په میاخان کڅ کې له سړکه د موټرو اوښتو له امله رامنځنته شوې، چې وروسته یې اور اخیستی او ۶ کسان پکې په بشپړ ډول سوزېدلي دي.

لغمان ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې پېښه نن سهار د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

هېواد کې په وروستیو کلونو کې ترافیکي پېښې او له امله یې مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده چې لامل یې د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د ترافیکي قوانینو نه عملي کېدل او د لارو خرابوالی یادېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب