تاند (یکشنبه د لړم ـ عقرب ۲۵مه) د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترېش نن یکشنبه نړۍ کې د ترافیکي پېښو د زیاتوالي له امله اندېښنه څرګنده کړې.
ګوترېش لیکلي، هر کال په ټوله نړۍ کې یو اعشاریه دوه میلیونه وګړي په ترافیکي پېښو کې وژل کیږي.
نوموړي زیاته کړې، چې د سړکونو جوړښت، اړونده برخه کې د قوانینو پیاوړي کول، عامه پوهاوی او په دې برخه کې د هېوادونو ترمنځ د تجربو شریکول هغه څه دي چې دغه ستونزه حلولی شي.
ګوترېش د توصیې په ډول ویلي، راځئ د انسانانو ژوند وژغورو د ټپ ګنډلو مخه ونیسو او ډاډ ترلاسه کړو، چې هر سفر په خوندي توګه پای ته ورسوو.
د سړکونو د معیار ټیټه کچه، د وسایطو زیاتوالی، خرابې لارې، کمزوري ترافیکي قوانین، ترافیکي اصول نه مراعاتول، د موټر چلوونکو له لوري د نشه يي توکو کارول او همدارنګه موټر چلونې په مهال د کمربند نه تړل هغه مسایل دي، چې کارپوهان یې د دا ډول پېښو لوی لامل بولي.
ګوترېش داسې مهال دا اندېښنه ښیي چې، تازه نن سهار لغمان کې ترافیکي پېښې ۶ تنه مړه او ۳ نور ژوبل کړي دي.