جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسوولان: ‏له کندهاره سږ کال نږدې ۲۲ زره ټنه آنار نورو هېوادونو...

مسوولان: ‏له کندهاره سږ کال نږدې ۲۲ زره ټنه آنار نورو هېوادونو ته صادر شوي

تاند (یکشنبه د لړم ـ عقرب ۲۵مه) د کندهار کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست کې طالب مسؤلان وایي چې، د روان ١٤٠٤ کال په اوږدو کې ٢١ زره ٨٧٠ ټنه انار بهرنيو هېوادونو ته صادر شوي.

یاد ریاست زیاته کړې، چې دغه اندازه د تېر کال په پرتله ٣٢ سلنه زياتوالی ښيي.

د کندهار اطلاعات او کلتور ریاست لیکلي، ياد صادرات د کرني ریاست، د سوداګرۍ او پانګوني خونې په همغږۍ او د افغان ملي سوداګرو په مالي ملاتړ تر سره شوي دي.

د سرچینې په حواله د دغو صادراتو زياته برخه ماليزيا، ازبکستان، روسيې او ګاونډیو هېوادنو ته صادر شوي دي.

د کندهار انار چې د سره رنګ او ځانګړي خوند له کبله یې په نړیواله کچه ځانګړی شهرت خپل کړی په دې وروستیو کې یې په کور دننه او بهر تقاضا ډېره شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب