Homeخبرونهد ازبکستان ولسمشر: جغرافیاوي ارزښت ته په کتو افغانستان د ځانګړې پاملرنې...

د ازبکستان ولسمشر: جغرافیاوي ارزښت ته په کتو افغانستان د ځانګړې پاملرنې وړ دی

تاند (یکشنبه د لړم ـ عقرب ۲۵مه) ‏د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي، افغانستان باید د سیمې د زیربنا، انرژۍ او ترانزیټ پروژو کې شریک وي.

نوموړي د مرکزي اسیا هېوادونو د مشرانو په اوومه غونډه کې دا خبرې کړې دي.

میرضیایف ویلي، جغرافیاوي ارزښت ته په کتو افغانستان د ځانګړې پاملرنې وړ دی.

هغه دغه راز ویلي، د افغانستان وضعیت په مستقیم ډول د ټولې سیمې هېوادونو په پرمختګ اغېز لري او پاملرنې ته اړتیا لري.

شوکت میرضیایف زیاته کړې، د امو سیند سرچېنو څخه د ګټې اخیستنې لپاره باید افغانستان سره تعامل وشي.

د نوموړي په خبره افغانستان د سیمې هېوادونو د سیاست لپاره ډېر مهم دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...