تاند ( یکشنبه د لړم ـ عقرب ۲۵مه) د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت د اوسپڼې پټلۍ مرستیال، مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، تاشکند کې د ټرانسپورټ او لوجیستیک په نړیوال فورم او نندارتون کې د ګډون پرمهال د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره کتلي دي.
نوموړي د متحده عربي اماراتو، رېللار له پلاوي، د قزاقستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له مرستیال، د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ له رییس او لومړۍ مرستیال او په افغان – ټرانس پروژه کې د شاملو هېوادونو له استازو سره پر بېلابېلو موضاعاتو خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې صاحبزاده، په دې لیدنو کې د هرات – کندهار ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د جوړېدو او له چين او برعکس د قزاقستان له مسیر څخه د افغانستان د ټرانزیټي توکو د لیږد د لګښتونو په برخه کې پر تخفیف هم بحث شوی دی.
نوموړي دغه راز د افغان – ټرانس پروژې په اړه د تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو د پیل او د ازبکستان له مسیر څخه د افغانستان د ټرانزیټي توکو د لیږد برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځتهکېدو هم ټینګار کړی دی.