جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمیرضیایف: د سیمې ګډې زیربناوې دې پراخې شي – افغانستان باید د...

میرضیایف: د سیمې ګډې زیربناوې دې پراخې شي – افغانستان باید د منځنۍ او جنوبي آسیا د نښلېدو محور وي

تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۲۵ مه) د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د مرکزي آسیا د هېوادونو د مشرانو په اوومه مشورتي ناسته کې وویل چې د سیمې ګډې زیربناوې، د ترانسپورټ او لوجستیک ظرفیتونه، او ستراتیژیکې اقتصادي پروژې باید په ګډه پراخې شي.

هغه د برېښناکوټونو جوړول او نوي کول، د برېښنا لېږد لاينونه، لویې لارې، رېل‌لارې، سرحدي ترمینلونه او زرغونه دهلیزونه (Green Corridors) د سیمې لپاره حیاتي وبلل.

میرضیایف د یوې نوې ادارې د جوړېدو وړاندیز وکړ چې د «لومړي وزیر مرستیالانو شورا» په نوم به د سیمې د زیربنايي پروژو همغږي او مدیریت پر غاړه ولري.

افغانستان د سیمې د سیاست نه بېلېدونکې برخه ده

د ازبکستان ولسمشر د سیمې د ثبات د ټینګېدو په اړه وویل:
«د سیمې په زیربنايي پروژو او همداراز د انرژۍ او ترانسپورت په پروژو کې د افغانستان یوځای کول باید د منځنۍ آسیا د ګډې تګلارې نه بېلېدونکې برخه وي.»

هغه زیاته کړه چې افغانستان کولای شي د منځنۍآسیا او جنوبي آسیا ترمنځ د نښلوونکې «پل» په توګه مهم رول ولوبوي.

د فرغانې د سولې فورم او د چاپېریال مسلې

میرضیایف د «فرغانې د سولې فورم» لپاره د سیمې هېوادونو د ملاتړه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دا به په منظم نړیوال فورم بدل شي.

هغه د چاپېریال او د اوبو د سرچینو د مدیریت پر اهمیت ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه چې ازبکستان د «منځنۍ آسیا د زرغونې پراختیا مفهوم» په لومړي «سمرقند اقلیمي ناسته» کې وړاندې کړی دی.

میرضیایف وړاندیز وکړ چې د ۲۰۲۶  او ۲۰۳۶ کلونو په موده کې دې د «اوبو د اغېزمن استعمال د عملي اقداماتو لسیزه» اعلان شي، او افغانستان دې د امو سیند په حوزه کې د اوبو په ګډ مدیریت کې فعاله ونډه واخلي.

افغانستان – د سیمې د نښلېدو کلیدي ډګر

د نړیوالو څېړنو له مخې، ازبکستان افغانستان د ترانس‌کسپین دهلیز او ترانس‌افغان رېللاې په شان د ستراتیژیکو پروژو لپاره، چې دواړه د منځنۍ آسیا له نړیوالو بازارونو سره نښلول پياوړي کوي او اقتصادي ثبات لوړوي، حیاتي ګڼي.

د مشورتي ناستې موخې

په دې اوومه مشورتي ناسته کې، چې غړي هیوادونه ازبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان او ترکمنستان پکې ګډون کړی و، د سیمې د امنیت، انرژۍ، ترانسپورټ، چاپېریال، او ټیکاو لرونکي پرمختګ پر موضوعاتو بحث وشو.

په غونډه کې ټینګار وشو چې د سیمې ګډې پالیسۍ جوړول، د طبیعي سرچینو مدیریت — په ځانګړي ډول د اوبو — او د افغانستان ثبات د مرکزي آسیا د راتلونکې پرمختیا اساسي شرطونه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب