جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهروسیه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ ناندرۍ د مسکو او نړیوالې ټولنې...

روسیه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ ناندرۍ د مسکو او نړیوالې ټولنې د اندېښنې وړ دي

تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۲۶ مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تازه کړکېچ د مسکو او نړیوالې ټولنې لپاره اندېښمنوونکي دی او باید ټول اختلافات له سیاسي او دیپلوماتیکو لارو هوار شي.

زاخارووا په یوه خبري غونډه کې وویل، مسکو چمتو دی د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ستونزو د سوله ییز حل لپاره منځګړیتوب وکړي او که دواړه خواوې وغواړي، روسیه به د سولې د ملاتړ رول ادا کړي.

هغې زیاته کړه چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د خرابېدو د مخنیوي لپاره یوه نړیواله همغږي رامنځته شوې ده او روسیه د سیمې له شریکانو سره یو ځای هڅه کوي چې د ترینګلتیا د کمېدو لپاره زمینه برابره کړي.

زاخارووا وویل، روسیه د منځګړیتوب کافي تجربه لري او که اړتیا وي، چمتو ده د سولې په بهیر کې فعاله برخه واخلي. هغې ټینګار وکړ چې «روسیه د خپلو سیمه‌ییزو شریکانو ترڅنګ ولاړه ده.»

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې روسیه یوازینی لوی ځواک دی چې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني.

تر دې وړاندې، د روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو سرګي لاوروف او عباس عراقچي افغانستان او پاکستان ته ویلي وو چې خبرواترو ته ادامه ورکړي. دواړو وزیرانو ټینګار کړی وو چې د کابل–اسلام‌اباد ناندرۍ باید له دیپلوماتیکو لارو هوارې شي، څو د سیمې امنیت او ثبات خوندي پاتې شي.

په وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې په استانبول کې پای بې نتیجې پای ته ورسېدې، خو دواړه خواوې تر اوسه د امنیتي او خپلمنځي ستونزو په تړاو کوم مشخص توافق ته نه دي رسېدلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...