جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+ټي ټي پي، د پښتنو پر خاوره د لسیزو‌- لسیزو ظلم او...

ټي ټي پي، د پښتنو پر خاوره د لسیزو‌- لسیزو ظلم او بې‌عدالتۍ طبیعي پایله ده

نجیب فرهودي

په وروستیو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې روان وضعیت یوازې یوه پوځي شخړه نه ده، بلکې دا یو ژور ټولنیز غبرګون دی.

د تحریک طالبان پاکستان (TTP) وده یوازې د ایډیالوژۍ او یا د بهرني نفوذ له لارې نه شي تشریح کېدای؛ دا یوه داسي پدیده ده چې د پاکستان د پوځ له لوري د پښتني سیمو د مستقیمې ځپنې او سخت چلند پایله ده.

هر ځل چې د پاکستان پوځ عملیات کوي، بې‌دلیله نیونې، د ملکي وګړو وژنې، سپکاوی او اقتصادي محرومیت رامنځته کوي، نو د خلکو غصه په منظمه مبارزه بدلېږي. د دې سیمې لپاره دا لړۍ اوس د “طبیعي غبرګون” بڼه خپله کړې، نه دا چې له بهر څخه کوم پلان پرې تپل شوی وي.

TTP باید د کوم بهرني «وارداتي» حرکت په توګه ونه ګڼل شي؛ دا د پښتني ټولنې له دننه راټوکېدلی بهیر دی. په خیبر پښتونخوا کې نژدې ۳۰ میلیونه پښتانه ژوند کوي او شاوخوا ۲۰ میلیونه نور د پاکستان په نورو برخو کې مېشت دي. دې لوی ملت ته کلونه کېږي چې د حکومت او پوځ له لوري د دویمې درجې اتباعو په سترګه کتل کېږي.

کله چې پر دومره لویې ټولنې باندې لسیزې‌لسیزې ظلم وشي، ځمکې، حقونه، اقتصاد او امنیت ترې واخیستل شي، نو حیرانوونکې نه ده چې وسله‌وال مقاومت راوټوکېږي.

پاکستاني پوځ تل هڅه کړې چې د کورنۍ بې ثباتۍ پړه پر افغانستان واچوي، خو واقعیت څرګند دی:
• د ډیورنډ کرښه ټوله په کټارو او ازغن سیم کلکه تړل شوې
• ټولې سرحدي لارې د پوځ تر سخت کنټرول لاندې دي
• هېڅوک له څارنې پرته نه شي اوښتی رااوښتی

نو دا ادعا چې ګنې TTP له افغانستانه رااوړي، یوازې یوه سیاسي پلمه ده چې خپله کورنۍ ناکامي پټه کړي. حقیقت دا دی چې TTP د خیبر پښتونخوا د ځپل شویو سیمو له منځه راولاړ شوی تحریک دی او له افغانستان سره تړاو نه لري.

تر هغې چې د پاکستان پالیسي په لاندې کړنو ولاړه وي:
• د پښتنو پر کلیو د درنو او سپکو وسلو د ګولیو ورول
• پر ودونو بمبارۍ
• د ځوانانو بې محاکمې برمته کول
• په رسنیو او تعلیمي ادارو او نصاب کې د پښتنو خپل

د دې تحریک وده به ونه درول شي.

تحریک طالبان پاکستان نه «وارداتي» تحریک دی او نه «تحمیلي»؛ بلکې دا د پښتنو پر خاوره د لسیزو‌- لسیزو ظلم او بې‌عدالتۍ طبیعي پایله ده. تر هغې چې د پاکستان پالیسي په زور، عسکريت او ځپنه ولاړه وي، مقاومت به دوام کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب