جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهټرمپ: افغانان باید پخپله د خپل هېواد ساتنه وکړي

ټرمپ: افغانان باید پخپله د خپل هېواد ساتنه وکړي

تاند، شنبه د سنبلې ۲۹مه: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، دوی له طالبانو سره ښه بحثونه لرلي او دغه ډله یې هوښیار او ځیرک خلک بللي دي.

د ټرمپ په وینا طالبان ډېر سرسخت، غښتلي او هوښیار خلک دي، خو په خبره یې نور په افغانستان کې له جګړې ستړي شوي دي.

هغه زیاته کړې دوی له طالبانو سره ښه تعامل لري او له روانې ۱۹ کلنې جګړې نور ستړي دي.

نوموړي په خپلو ورستیو څرګندونو کې ویلي چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د پولیسو دنده تر سره کړې ده، چې ډېر ژر به د خپلو عسکرو شمېر په دغه هېواد کې له ۴۰۰۰ زرو راکم کړي.

که څه هم د امریکا ولسمشر د افغان جګړې خلاف سیاستوال دی، خو زیاته کړې یې ده چې افغانان باید پخپله د خپل هېواد ساتنه وکړي.

ټرمپ د طالبانو په هکله د خپلو خبرو پر دوام ویلي: “د امریکا متحده ایالتونه هغسې چې تاسو ته معلوم دي، طالبانو سره ښه بحثونه لری. موږ به له هغه ځایه ووځو، ځکه پوهیږو ځیني پيښې باید رامنځته شي او ځیني شیان باید عملي شي.”

په ورته مهال بیا د متحده ایالاتو ولسمشرۍ ټاکنو ته بل نوماند او د ټرمپ سیال جوبایډن هم ویلي چې دی به د بریا په صورت کې د افغانستان په څېر بې پایلو جګړو ته د پای ټکی کېږدي، خو په وینا یې د اړتیا په پر مهال به یو شمېر د ترهګرۍ ضد ځواکونه په افغانستان کې ساتي.

بلخوا د ملګرو ملتونو پخواني استازي بیا د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې روانو خبرو ته هیله مندي ښودلې او دا یې د جګړې ختمولو لپاره لومړنی ګام بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت او طالبانو تر منځ له تېرې یوې اونۍ راپدېخوا مخامخ خبرې پیل شوي خو تر اوسه د خبرو د اجنډا په جوړولو هم نه دي بریالي شوي.

1 COMMENT

  1. No body has sent invitation letter many years back, why USA was sending troops and killed our innocents people . We know that fighting map and strategy was provided to USA by ISI and most of time USA don’t want to see stabile centralized Islamic country and government in all over the glob. Now Trump says Taliban are cleaver and wisdom people so, if that was so, why because of this terrorist’s group your killed may afghans you could invite them to white house and used them as the soldiers of black water before. Trump should not talk further then that, like fight for human
    rights, women rights, democracy, and event though for the rights of his own people. All new
    games of Trump is for election’s and for having power he scarified his people in USA like Coronavirus and the soldiers he lost everywhere.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب