تاند(شنبه، د سنبلې ۲۹) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې طالبان هوښیار او ځیرک خلک بللي، خو د ټرمپ په وینا دغه ډله اوس په افغانستان کې له جګړې ستړې شوې ده.
ټرمپ زیاته کړې چې امریکا له طالبانو سره ښه بحثونه لرلي دي.
هغه همداشان ټینګار کړی چې ډېر ژر به افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر له ۴۰۰۰ هم کم کړي.
ټرمپ ویلي: “موږ به په راتلونکو اونیو کې افغانتسان کې د خپلو سرتیرو شمیر له ۴۰۰۰ کم کړو. له هغه وروسته به ژر یوه پریکړه وکړو. موږ له طالبانو سره ښه تعامل لرو. هغوی ډیر سرسخت، غښتلي او هوښیار خلک دي، خو تاسو پوهیږی چې نولس کلونه کیږي، دوی هم له جګړې ستړي شوي دي.”
ټرمپ چې د افغانستان د جګړې یو مخالف سیاستوال هم دی، ویلی یې دي چې امریکایي ځواکونو په تیرو نولسو کلونو کې د پولیسو دنده ترسره کړې ده.
د امریکا ولسمشر په دې باور دی چې اوس باید افغانان خپله د خپل هیواد ساتنه وکړي.
ټرمپ زیاته کړې: “د امریکا متحده ایالتونه هغسې چې تاسو ته معلوم دي، طالبانو سره ښه بحثونه لری. موږ به له هغه ځایه ووځو، ځکه پوهیږو ځیني پيښې باید رامنځته شي او ځیني شیان باید عملي شي.”
د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته بل نوماند او د ټرمپ سخت سیال، جوبایډن هم ویلي چې د بریالي کیدو په صورت کې به د افغانستان په څیر بې پایلو جګړو ته د پای ټکی ږدي.
خو جوبایډن ویلي چې د اړتیا په صورت کې به یو شمیر د ترهګرۍ ضد ځواکونه په افغانستان کې ساتي.
جوبایډن ویلي: “یواځینی حضور چې باید موږ یې ولرو، د ترهګرۍ ضد حضور دی، نه د شورش ضد. موږ باید داسې حضور ولرو چې د اړتیا په صورت کې د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې چې د امریکا پرضد کیږي، اقدام وکړو. دا حضور زیاتو ځواکونو ته اړتیا نه لري.”
بله خوا، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي، تدامیچي یماموتو د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې روانې خبرې افغانستان لپاره یو تاریخي او د جګړې ختمولو لومړنی ګام بللی دی.
یماموتو ویلي چې د افغانستان د راتلونکي نظام څرنګوالی او د ښځو حقوق به د دغو خبرو تر ټولو سخت بحثونه وي.
که څه هم قطر کې د بین الافغاني خبرو له پیلیدو یوه اونۍ تیره شوې ده، خو تر اوسه د ستونزو د حل خبرې څه چې د خبرو اجنډا هم نه ده جوړه شوې.