سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهروسیه وايي، داسې توغندي یې جوړ کړي چې د نړۍ هېڅ هېواد...

روسیه وايي، داسې توغندي یې جوړ کړي چې د نړۍ هېڅ هېواد یې مقابله نه شي کولی

تاند، شنبه د سنبلې ۲۹مه: د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ وايي، روسیې تر غږ ګړندي توغندي تولید کړي دي.

نوموړي چې د امریکا په مینه سوتا ایالت کې خپلو پلویانو ته وینا کوله ویلي، روسیې وروسته تر هغه تر غږ ګړندي توغندي جوړ کړي چې د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر اوباما له ادارې یې د یادو توغندیو په هکله اطلاعات تر لاسه کړل او له هغه وروسته یې دا توغندي جوړ کړي دي.

د تاس خبري آژانس په یوه راپور کې راغلي، چې ټرمپ په یاده غونډه کې پر اوباما نیوکې کړي دي او دا کار یې د هغه اشتباه بللې ده.

د ټرمپ په وینا که اوباما داسې اشتباهات نه وی کړي نو روسیې به اوس داسې توغندي نه لرلی.

د نوموړي په خبره امریکا هم ګړندي توغندي لري خو زیاته کړې یې ده چې د روسیې د تازه جوړو شویو توغندیو ځای نه شي نیولي.

ټرمپ دغه راز ویلي د روسیې نوي تولید شوي توغندي د عادي هغو پینځه برابره ګړندي دي.

د امریکا ولسمشر دا خبرې پر داسې مهال کړي چې تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي و، دوی داسې توغندي لري چې د نړۍ هېڅ بل هېواد یې مقابله نه شي کولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب