تاند (پنجشنبه د اسد/زمري لومړۍ) د ۲۰۲۶م نړیوال جام د اتلې هسپانیا لوبغاړي په یوه جالب او بېساري دود ونازول شول.
د ملي لوبډلې دوو ستورو، ګاوي او فابیان روییز، چې خپل ټاټوبي سیویل ته ستانه شول، د دودیزو ډالیو پر ځای د خپل بدن د وزن په اندازه رومي بانجان ترلاسه کړل.
د هسپانیا د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶م نړیوال جام په پایلوبه کې د تېر ځل اتل ارجنټاین ته ماتې ورکړه او د خپل فوټبال په تاریخ کې یې د دویم ځل لپاره د نړۍ د اتلولۍ جام خپل کړ.
په دې لوبه کې د فران تورېس ګول د هسپانیا بریا تضمین کړه او دا هېواد یې د نړۍ نوی اتل وګرځاوه.
له سیالیو وروسته د هسپانیا لوبغاړي په بېلابېلو ښارونو کې د مینهوالو له تود هرکلي سره مخ شول.
په سیویل ښار کې د ګاوي او فابیان روییز لپاره ځانګړې مراسم نیول شوي وو چې، له دودیزو ستاینو سره یې څرګند توپیر درلود. په دې مراسمو کې د سیمې یو لرغونی دود عملي شو؛ هغه دود چې له مخې یې بریالي او اتلان د سیمې له کرنیزو محصولاتو سره نازول کېږي.
لومړی دواړه لوبغاړي پر ترازو ودرول شول، وروسته هر یوه ته د خپل وزن په اندازه د رومي بانجانو کارتنونه ډالۍ شول.
دا کار د لوبغاړو او خپل ټاټوبي ترمنځ د اړیکې نښه وه او څرګندوله یې چې د ورزشي بریاوو ترڅنګ، سیمهییز کلتور او دودونه هم ځانګړی ارزښت لري.
د هسپانیا په ځینو سیمو کې سیمهییز کرنیز محصولات د عامه مراسمو او جشنونو مهمه برخه ګڼل کېږي.
د ګاوي او فابیان روییز دا ځانګړی هرکلی د هسپانیا د اتلولۍ د جشن نوې څېره وړاندې کړه؛ داسې مراسم چې پکې یو ساده سیمهییز کرنیز محصول د فوټبال د اتلانو د درناوي په سمبول بدل شو.
هسپانیا بېلابېل سیمهییز کلتورونه لري او د دې هېواد ډېری ښارونه د جشنونو او عامه مراسمو پر مهال له خپلو سیمهییزو سمبولونو څخه کار اخلي.
د سیمهییزو محصولاتو په وسیله د بریالیو کسانو ستاینه د هغو لارو څخه ده چې ټولنې پرې خپل کلتوري هویت او له خپلې سیمې سره اړیکه څرګندوي.
دا دود ښيي چې هره بریا یوازې په مډال او جام نه نمانځل کېږي؛ ځینې ملتونه خپل اتلان د خپلو سیمهییزو دودونو او کرنیزو محصولاتو له لارې هم نمانځي، څو د خلکو او خپل ټاټوبي ترمنځ اړیکه لا پیاوړې شي.