Homeخبرونهمیسي ولې د خپل ټیم له نورو لوبغاړو سره یوځای ارجنټاین ته...

میسي ولې د خپل ټیم له نورو لوبغاړو سره یوځای ارجنټاین ته نه لاړ؟

تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد لومړۍ) د فوټبال د ۲۰۲۶ نړیوال جام په پایلوبه کې له هسپانیا څخه په اضافي وخت کې له ماتې وروسته، د ارجنټاین ملي لوبډله خپل هېواد ته ستنه شوه او مینه‌والو یې تود هرکلی وکړ.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د لوبډلې د هرکلي لپاره په هوايي ډګر کې سره غالۍ غوړول شوې وه، پوځي بانډ ډورته وغږول شو او زرګونه مینه‌وال د ارجنټاین د فوټبال فدراسیون د دفتر مخې ته راټول شوي وو. خو د ارجنټاین لوبډلمشر لیونل میسي له لوبډلې سره یوځای هېواد ته نه و ستون شوی.

راپورونه وایي چې د ارجنټاین فوټبال فدراسیون مخکې اعلان کړی و چې د میسي په ګډون، یو شمېر لوبغاړي، به له رسمي پلاوي سره سفر ونه کړي.

د راپورونو له مخې، میسي د خپل کلب انټر میامي نوي فصل ته د چمتووالي او همداراز د فزیکي او ذهني بیا رغونې لپاره په امریکا کې پاتې شوی و، ځکه د کلب لومړۍ لوبه د جولای په ۲۳مه نېټه ټاکل شوې ده.

لېونل میسي

وروسته بیا میسي په یوه شخصي الوتکه کې ارجنټاین ته ورسېد.

ویل کېږي چې میسي به د جولای په وروستیو یا د اګست په پیل کې بېرته له انټر میامي سره یوځای شي، څو د امریکا د میجر لیګ ساکر (MLS) د روان فصل په سیالیو کې برخه واخلي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د ارجنټاین ملي لوبډله تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې په بسونو کې د لیونل اندریس میسي روزنیز مرکز ته ولېږدول شوه. د لارې په اوږدو کې زرګونو مینه‌والو د ملي بیرغونو، ډولونو او شعارونو په بدرګه د لوبغاړو هرکلی وکړ او د نړیوال جام په سیالیو کې یې د لوبډلې د غوره فعالیت له امله مننه ترې وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په «ليلا» سريال انتقادي نظر!!!| سپين روان نورزی

ښايي په تېرو پنځو کلونو کې دا زما لومړنی افغانی سريال وي چې مې وکتلو، خو په ليدو يې مجبور شوم چې د ټولنپوهنې...