Homeخبرونهاقتصادي خبرونهقطر ټریبیون: د پاکستان سوداګریز کسر له ګاونډیو هېوادونو سره ۳۰ سلنه...

قطر ټریبیون: د پاکستان سوداګریز کسر له ګاونډیو هېوادونو سره ۳۰ سلنه زیات شوی

تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد لومړۍ) د قطر ټریبیون د راپور له مخې، د پاکستان سوداګریز کسر له خپلو نهو ګاونډیو هېوادونو سره د ۲۰۲۵–۲۰۲۶ مالي کال په ترڅ کې ۳۰ سلنه زیات شوی او ۱۵.۹۳۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې په تېر مالي کال کې دا کسر ۱۲.۲۵۶ میلیارد ډالر و.

د راپور له مخې، د دې کسر د زیاتېدو اصلي لامل سیمه‌ییزو بازارونو ته د پاکستان د صادراتو کمښت دی، په ځانګړې توګه افغانستان، بنګله‌دېش، سریلانکا او ځینو نورو هېوادونو ته د صادراتو د راټیټېدو له امله رامنځته شوی دی.

راپور زیاتوي چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې راهیسې له افغانستان سره د پاکستان سوداګري، د صادراتو په ګډون، درېدلې ده، چې دې چارې د پاکستان پر صادراتي فعالیت منفي اغېز کړی دی.

له بلې خوا، له چین څخه د وارداتو د پام وړ زیاتوالي هم د سوداګریز کسر په پراخېدو کې مهم رول لوبولی دی.

د پاکستان د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، که څه هم هند ته د پاکستان صادرات د سلنې له مخې لږ لوړ شوي، خو د ډالري ارزښت له نظره دا زیاتوالی ډېر محدود و.

د راپور له مخې، پاکستان په ۲۰۲۵–۲۰۲۶ مالي کال کې افغانستان، چین، بنګله‌دېش، سریلانکا، هند، ایران، نیپال، بوټان او مالدیف ته ټولټال ۳.۹۵۳ میلیارد ډالر صادرات کړي، چې دا د تېر کال د ۴.۴۴۳ میلیارد ډالرو پرتله ۱۱ سلنه کم دي.

په همدې موده کې، له دغو هېوادونو د پاکستان واردات ۱۹.۱ سلنه زیات شوي او ۱۹.۸۸۶ میلیارد ډالرو ته رسېدلي، حال دا چې په تېر کال کې ۱۶.۶۹۹ میلیارد ډالر وو. دا ښيي چې واردات د صادراتو پرتله څو چنده زیات وو.

چین د پاکستان تر ټولو لوی سوداګریز شریک

د راپور له مخې، چین د پاکستان د ګاونډیو هېوادونو په منځ کې د صادراتو تر ټولو لوی بازار پاتې شوی او له هند او بنګله‌دېش څخه مخکې دی.

پاکستان له نیپال، سریلانکا، بوټان، بنګله‌دېش او مالدیف سره خپله سوداګري یوازې له سمندري لارو ترسره کوي.

پاکستان چین ته خپل صادرات ۸.۴ سلنه زیات کړي او دا کچه له ۲.۴۷۷ میلیارد ډالرو څخه ۲.۶۸۴ میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.

په سیمه کې د پاکستان د ټولو صادراتو شاوخوا ۶۸ سلنه یوازې چین ته ځي، او پاتې ۳۲ سلنه د نورو اتو هېوادونو برخه ده.

خو له چین څخه واردات هم ۱۹.۸ سلنه زیات شوي او له ۱۶.۳۱۲ میلیارد ډالرو څخه ۱۹.۵۳۸ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي.

د راپور له مخې، د پاکستان د سیمه‌ییزو وارداتو ۹۸ سلنه یوازې له چین څخه کېږي او یوازې ۲ سلنه له نورو اتو ګاونډیو هېوادونو څخه راځي.

له افغانستان سره سوداګري په چټکه راکمه شوې

د قطر ټریبیون د راپور له مخې، افغانستان ته د پاکستان صادرات ۶۸.۹ سلنه راکم شوي او له ۷۸۳.۹۴۵ میلیون ډالرو څخه ۲۴۳.۶۹۳ میلیون ډالرو ته راټیټ شوي دي.

همداراز، له افغانستان څخه د پاکستان واردات هم ۷۴.۹ سلنه کم شوي او له ۲۵.۸۹۸ میلیون ډالرو څخه ۶.۴۹۷ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

له هند، بنګله‌دېش او سریلانکا سره سوداګري

راپور وايي چې هند ته د پاکستان صادرات د سلنې له مخې ۱۰۴ سلنه زیات شوي، خو د ارزښت له مخې یوازې له ۱.۴۲۹ میلیون ډالرو څخه ۲.۹۲۶ میلیون ډالرو ته لوړ شوي دي.

له هند څخه واردات ۷.۶ سلنه کم شوي او ۱۶۸.۷۳۰ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

بنګله‌دېش ته د پاکستان صادرات ۹.۳ سلنه راکم شوي او ۷۱۵.۵۸۹ میلیون ډالرو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې واردات هم ۱۴.۲ سلنه کم شوي او ۶۷.۱۵۴ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

همدارنګه، سریلانکا ته د پاکستان صادرات ۲۲.۸ سلنه کم شوي او ۲۹۳.۳۷۶ میلیون ډالرو ته راټیټ شوي، خو له سریلانکا څخه واردات ۱۴.۱ سلنه زیات شوي او ۶۸.۱۵۱ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کترینه کیف د ۳۵۰۰ میلیون هندي روپیو د سینګار محصولات پلورلي

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۷ مه) د بالیووډ مخکښې اداکارې کترینه کیف له سینمايي بریاوو وروسته د سوداګرۍ په ډګر کې هم د...