Homeخبرونهد ایران، امریکا او سیمې د وروستیو پوځي پرمختګونو مهم جزئیات

د ایران، امریکا او سیمې د وروستیو پوځي پرمختګونو مهم جزئیات

رویټرز: امریکا څېړي چې ایا روسیې د ایران له ډرون بریدونو سره مرسته کړې که نه

تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد لومړۍ) رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) راپور ورکړی چې د خلیج په سیمه کې د سي‌آی‌اې (CIA) پر مرکزونو د ایران د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له بریدونو وروسته، د امریکا استخباراتي ادارې دا ارزوي چې ایا روسیې په دغو بریدونو کې د هدف د معلومولو لپاره د پرمختللې ډرون ټکنالوژۍ په برابرولو سره له ایران سره مرسته کړې ده که نه.

رویټرز د څلورو باخبره سرچینو، چې نومونه یې نه دي افشا شوي، له قوله لیکلي چې د امریکا استخباراتي چارواکي لا هم دې پایلې ته نه دي رسېدلي چې روسیې په دغو بریدونو کې مستقیمه ونډه لرله که نه.

خو د راپور له مخې، امریکايي چارواکي د بریدونو لوړ دقت او اغېزمنتیا، او همداراز له ایران سره د روسیې پراخه تخنیکي همکاري، د احتمالي نښو په توګه ارزوي.

د رویټرز او یو شمېر نورو رسنیو د راپورونو له مخې، د مارچ په میاشت کې لږ تر لږه د سي‌آی‌اې پر دوو مرکزونو بریدونه شوي وو.

له دغو مرکزونو څخه یو د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د امریکا د سفارت دننه د سي‌آی‌اې اډه وه، او بل مرکز د عراق په ختیځ کې موقعیت درلود.

ځینو سرچینو دا هم ویلي چې د سي‌آی‌اې نور مرکزونه هم په نښه شوي وو، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

ایران د امریکا د وروستي خبرداري په غبرګون کې د سیمې د برېښنا د پرې کولو ګواښ وکړ

د ایران د سپاه پاسداران قوماندانانو او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) د امریکا د ولسمشر وروستي خبرداري ته په جلا جلا پیغامونو کې غبرګون وښود او خبرداری یې ورکړ چې که د ایران پر پلونو او برېښناکوټونو برید وشي، تهران به په سیمه کې د امریکا د متحدانو د برېښنا جریان پرې کړي.

ایراني رسنیو د سپاه پاسداران د هوافضا ځواکونو د قوماندان مجید موسوي له قوله راپور ورکړی چې که د ایران پر پلونو او برېښناکوټونو برید وشي، نو د امریکا د متحدانو او هغو هېوادونو چې د امریکا کوربه‌توب کوي، د برېښنا پرې کېدل به «حتمي» وي.

همداراز، د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو قوماندان هم د هرمز تنګي په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د «بدیلو لارو» کارول به خوندي نه وي.

هغه دا بدیلې لارې «ناخوندي او خطرناکې» بللې او ویلي یې دي چې د دې لارو کارول به «درنې او نه جبرانېدونکې پایلې» ولري.

عراق: د منځني ختیځ د جګړې له پیل راهیسې مو تز ۴۰ میلیارد ډالرو ډېر عاید له لاسه ورکړی

د عراق یوه دولتي چارواکي د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) ویلي چې دغه هېواد د منځني ختیځ د جګړې له پیل راهیسې، تر اوسه پورې تر ۴۰ میلیارد ډالرو څخه ډېر عاید له لاسه ورکړی، چې اصلي لامل یې د تېلو د صادراتو سخت کمښت دی.

د راپور له مخې، د تېر کال د کب په ۹مه د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیل له بریدونو وروسته، د ایران د سپاه پاسداران له خوا د هرمز تنګي تړل کېدو د تېلو د لېږد بهیر ګډوډ کړ. دې وضعیت نه یوازې د عراق، بلکې د نورو لویو تېل تولیدونکو هېوادونو تولید هم کم کړی او د نړۍ د انرژۍ بازارونه یې له بې‌ثباتۍ سره مخ کړي دي.

عراق له دې جګړې مخکې هره ورځ شاوخوا ۴ میلیون بېرله تېل تولیدول او په اوسط ډول یې هره ورځ ۳.۵ میلیون بېرله صادرول، چې ډېری یې د هرمز تنګي له لارې نړیوالو بازارونو ته لېږدول کېدل.

امریکا او سعودي عربستان د سوله‌ییزې اټومي انرژۍ د همکارۍ تړون لاسلیک کړ

متحدو ایاتونو اعلان کړی چې له سعودي عربستان سره یې د سوله‌ییزې اتومي انرژۍ په برخه کې د همکارۍ یو مهم تړون لاسلیک کړی دی.

د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ او د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر شهزاده عبدالعزیز بن سلمان دغه تړون او د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابلو څارنو په اړه یو جلا هوکړه‌لیک لاسلیک کړل.

د امریکا د انرژۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا دوه تړونونه په ګډه د لس کلنې، څو میلیارد ډالرو ارزښت لرونکې ستراتیژیکې ملګرتیا لپاره قانوني چوکاټ برابروي.

د خبرپاڼې له مخې، دا همکاري به د دواړو هېوادونو د اقتصادي او ستراتیژیکو موخو د پوره کولو ترڅنګ، د اتومي وسلو د نه خپرېدو له نړیوالو هڅو سره هم مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کترینه کیف د ۳۵۰۰ میلیون هندي روپیو د سینګار محصولات پلورلي

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۷ مه) د بالیووډ مخکښې اداکارې کترینه کیف له سینمايي بریاوو وروسته د سوداګرۍ په ډګر کې هم د...