Homeخبرونهد امریکا د زړه ټولنه: د قهوې معتدل استعمال د زړه روغتیا...

د امریکا د زړه ټولنه: د قهوې معتدل استعمال د زړه روغتیا ته ګټه رسولی شي

تاند (پنجشنبه، د زمری/ اسد لومړۍ) د امریکا د زړه ټولنې (AHA) په یوې نوې علمي ارزونې کې ویلي چې د قهوې معتدل استعمال د ډېری سالمو لویانو لپاره خوندي دی او ښايي د زړه او رګونو د روغتیا په ښه ساتلو کې هم مرسته وکړي. دا ارزونه په Circulation علمي مجله کې خپره شوې او د وروستیو کلینیکي او څېړنیزو معلوماتو پر بنسټ چمتو شوې ده.

د راپور له مخې، د ورځې له ۲ څخه تر ۴ پیالو فلټر شوې قهوې څښل د زړه ناروغۍ، د زړه کمزورۍ، دماغي سکتې، د دوهم ډول شکر او د زړه د غیرمنظمې درزا د ځینو ډولونو د خطر له کمېدو سره تړاو لري. همداراز، د ډېری سالمو لویانو لپاره تر ۵ پیالو پورې قهوه (شاوخوا ۴۰۰ میلی ګرامه کافین) عموماً خوندي بلل شوې ده.

خو متخصصان ټینګار کوي چې د قهوې اغېزې له یوه کس څخه بل ته توپیر لري. عمر، جنتیک، درمل، روغتیايي وضعیت او د کافین د بدن د تجزیې وړتیا د هغې په اغېزو اثر لري. له همدې امله، هر څوک باید د خپل بدن غبرګون ته پام وکړي.

راپور خبرداری ورکوي چې بې‌فلټره قهوه، لکه فرانسوي اکسپریسیو او ترکي قهوه، د «کافېسټول» په نوم ماده لري چې د وینې د خراب (LDL) کولېسټرول کچه لوړولی شي. همداراز، د انرژۍ مشروبات او د کافین مصنوعي سرچینې د عادي قهوې پرتله ډېر خطرناک ګڼل شوي او د وینې لوړ فشار او د زړه د ضربان د ګډوډۍ خطر زیاتولای شي.

د امریکا د زړه ټولنه وایي، که څه هم دا پایلې د قهوې د احتمالي ګټو ملاتړ کوي، خو دا په دې معنا نه ده چې هر څوک باید د روغتیا لپاره قهوه پیل کړي. متخصصان سپارښتنه کوي چې قهوه باید د متوازن غذایي رژیم او سالم ژوندانه د یوې برخې په توګه وکارول شي، او د ډېرې بورې او غوړو کریمونو له زیاتولو څخه باید ډډه وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پر “غازي سردار” د صفیې حلیم زیار | غني حسن

لنډه یادونه: (څه وخت مخکي کندهار کي د ( استعمار پر وړاندي د میرویس نیکه د مبارزې او پاڅون ۳۲۰مي کالیزې اړوند علمي او څېړنیز...