پنجشنبه, فبروري 5, 2026
HomeخبرونهMTN شرکت په افغانستان کې خپله ونډه وپلورله

MTN شرکت په افغانستان کې خپله ونډه وپلورله

تاند:( پنج شنبه، د کب ۲۵)  د MTN شرکت مسوولینو د طالبانو د مخابراتو وزیر مولوي نجیب الله حقاني سره په یوه انلاین غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې خپله ونډه پر M1 کمپنۍ پلوري او په دې اړه یې خبرې نهایي شوي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د  MTN شرکت چارواکو ورته ویلي، چې د قبرس، سوریې او یمن هېوادونو په څېر به له افغانستان څخه خپله ونډه پر M1 نړیوال شرکت د افغانستان د نافذه قوانینو په مطابق  پلوري.

  دغه شرکت ژمنه کړې، چې د MTN خرڅلاو به د دغه شرکت ۶ میلیونه ګډونوالو او کارکوونکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې هېڅ منفي اغېز ونه کړي او برعکس د دوی پراختیايي پروژې به پراختیا ومومي.

طالب وزیر نجیب الله حقاني ویلي، چې په دې اړه به د دوی یوه تخنیکي کمېټه یاده چاره له نیږدې وارزوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...