پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهمککال: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خلکو په تیر ایستلو...

مککال: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خلکو په تیر ایستلو تورن کړ

تاند(پنجشنبه، د حوت ۲۵ مه) د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې ريیس مایکل مک کال د حپل هیواد د باندنیو چارو وزارت تورن کړ چې له افغانستانه د امریکايی پوځیانو د وتلو د څرنګوالي په اړه خلک تیرباسي.

د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې، له افغانستانه د ۲۰۲۱ په اګست کې د امریکايی پوځیانو د بې بندوبسته وتلو په اړه څېړنې کوي.

مک کال وویل چې د بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې په تحقیقاتو کې خنډونه پېښوي خو دوی به دا ډول خنډجوړوونې ونه زغمي.

جمهوريپال مککاول، چې له افغانستانه د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې د امریکا د وتلو په اړه څیړنه کوي، پرون ناوخته په یوه بیان کې چې دې کمیټې په خپله ویبپاڼه خپورکړی ویلي، د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د وتلو په اړه د دې کمیټې د څیړنې تیرایستلو ته دوام ورکوي او دا د دوی لپاره د منلو  نه ده.

مککاول زیاته کړې، د تیرې اوونۍ د سوال او ځواب غونډې په څرګنده وښوده چې د امریکا خلک د دې بې بندوبسته وتلو لپاره د ځواب ترلاسه کولو مستحق دي.

هغه دا هم وویل چې د بهرنیو چارو وزارت د دریو ځانګړو مواردو په اړه چې دې کمیټې ورڅخه د ځواب ترلاسه کولو غوښتنه کړې، کولای شوای هغو ته په اسانۍ ځواب ووایي خو دې وزارت تراوسه له دې کاره ډډه کړې ده.

مککاول وویل: «له افغانستانه وتل د دې ادارې پر اعتبار یو داغ دی او دا چې د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي چې شفافیت په دې برخه کې پټ کړي، دا یوبل دلیل دی چې موږ باید په دې اړه ځوابونه ترلاسه کړو.»

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره په دې هیواد کې د امریکا شل کلنه جګړه پای ته ورسیده، خو طالبان یوځل بیا پر افغانستان واکمن شول.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په ځلونو له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پرېکړې دفاع کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب