پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+ثریا په حیرانوونکي اداکارۍ او جادوګر غږ مینه وال لیوني کړل

ثریا په حیرانوونکي اداکارۍ او جادوګر غږ مینه وال لیوني کړل

ابوبکر چبارخیل
د ثریا په فلمي ژوند کې د سحر، افسر، نیل او دوه ستوري په څیر فلمونه شامل دي.
په 1950 کې، د اشار فلم د جوړولو پر مهال، دیو آنند ثریا ته متوجه شو. د یوې سندرې د شوټینګ پر مهال د دیو آنند او ثریا کښتۍ په اوبو کې ډوبه شوه. دیو آنند ثریا له ډوبېدو وژغورله، له دې وروسته ثریا له دیو آنند سره مینه وکړه، خو د ثریا د انا د نه اجازې له امله دوی نه شوای کولی واده وکړي. دیو آنند په ۱۹۵۴ کال کې د هغه وخت له مشهورې اداکارې کلپنا کارتک سره واده وکړ.
 ثریا په دې ړوکره خوابدې شوه چې پریکړه یې وکړه چې د ټول عمر لپاره بې واده پاتې شي. له ۱۹۵۰ څخه تر ۱۹۵۳

هندي سینمايي ستورې ثریا

پورې د ثریا فلمي کیرر له نهیلیو ډک و، خو په ۱۹۵۴ کال کې د میرزا غالب او وارث فلم بریالیتوب ثریا بیرته فلمي صنعت ته راوګرځوله.

دې دغو فلمونو ته په اشارې په یوه مرکه کې ویلي: «ما وکړای شو چې خپل هویت جوړ کړم.»
د میرزا غالب فلم ته هم  ولسمشر د سرو زرو مډال ورکړی و.
د فلم د لیدو پر مهال د هغه وخت لومړي وزیر جواهر لال نهرو دومره احساساتي شو چې ثریا ته یې وویل چې «تا د میرزا غالب روح را ژوندی کړ.»
ثریا په ۱۹۶۳ کال کې د رستم سهراب په فلم کې له کار کولو وروسته له فلمي صنعت څخه ځان جلا کړ.

جالبه دا ده

ې ثریا، چې اصلي او بشپړ نوم یې ثریا جمال شیخ و، د ۱۹۲۹ د جون په ۱۵ مه د اوسني پاکستان په لاهور ښار کې زېږېدلې وه.  دا یو کلنه وه چې کورنۍ یې بمبي (اوسني مومبي) ته ولېږدېده.

ثریا، چې نږدې درې لسیزې یې په خپل جادويي غږ او اداکارۍ سره د مینه والو زړونه ګټلي، د ۲۰۰۴ کال د جنورۍ په ۳۱ مه د ۷۴ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

1 COMMENT

  1. په عنوان کی (لیونی کړل) ډیره مبالغه او نهایت احساساتی جمله ده، په هغه ورځ هیڅوک هم لیونی نه شول. د یو هنرمند یا دهغه د موفقیت موضوع که لیکو باید واقعیت ته نږدی او د هغه بریالیتوب وستایو داسی نه لکه پورته لیکنه چی غلو کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب