شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهد ترهګرۍ پېښې؛ افغانستان کې ۷۵ سلنه کم، خو پاکستان کې ۱۲۰...

د ترهګرۍ پېښې؛ افغانستان کې ۷۵ سلنه کم، خو پاکستان کې ۱۲۰ سلنه زیاتې شوي

تاند:( پنج شنبه، د کب ۲۵) په اسټرالیا کې د اقتصاد او امنیت یوه انسټیټوټ په تازه راپور کې ویلي، چې پاکستان په تېر 2022م کال کې د ترهګریزو پېښو دویم قرباني هېواد و.

سرچینه زیاتوي: تېر کال پاکستان کې دغو پېښو 643 کسان وژلي او د وړم کال په نسبت پکې 120 فیصده زیاتوالی راغلی چې 292 کسان یې وژل شوي وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، تېر کال پاکستان په جنوبي اسیا کې د زیاتو ترهګرو بریدونو او وژنو له کبله تر افغانستان مخکې وو.

افغانستان له 2017م کال راهیسې د دې سیمې په کچه د ترهګریزو پېښو تر ټولو زیات قرباني و.

راپور وایي په 2022م کال کې د لویدیزې افریقا په هېواد بورکینا فاسو کې په نړیواله کچه تر ټولو زیات خلک وژل شوي چې شمېر یې له 759 څخه 1,135 ته زیات شوی دی.

ګلوبل ټیریرزم انډکس وایي، په 2022م کال کې په افغانستان کې د ترهګرۍ بریدونه 75 فیصده او د خلکو وژنې 58 فیصده کم شوي، خو وایي بیا هم پرله پسې په څلورم کال هم له ترهګرۍ “ډېر اغیزمن” هیواد وو، چې وایي د 633 کسانو وژنه پکې ریکارډ شوې ده. رپوټ وایي:

په راپور کې راغلي، په 2022م کال کې په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ په پېښو کې له وژل شویو خلکو څخه نهه فیصده په افغانستان کې وو او دا‌ تر وړم کال کم دي چې 20 فیصده وو.

جي ټي‌ ای وایي داعش خراسان په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته “تر ټولو د فعالې ترهګرې ډلې” په توګه مخې ته راغلې ده، وایي په 2022م کال کې یې 422 کسان وژلي، چې په دې کال کې د ترهګرۍ په پېښو کې د ټولو وژنو تقریباً 67 فیصده جوړوي.

راپور زیاتوي، چې په پاکستان کې په تېره لسیزه کې کال په کال د مرګ ژوبلې کچه تر ټولو زیاته وه او د ترهګرۍ په پېښو کې په ټولو وژل شویو کسانو کې 55 فیصده پوځيان وو.

د سرچینې په خبره، د پاکستان د دغو وژنو د بیړني‌ زیاتوالي له کبله په انډکس کې شپږم مقام ته رسېدلی دی.

په افغانستان کې د ترهګریزو پېښو د کمیدو اصلي دلیل د یادو پېښو د اصلي لوري( طالبانو) واکمنیدل او له جګړې او وژنو لاس په سر کیدل ښودل شوي.

1 COMMENT

  1. د اسنادو پر بڼسټ کوز سند کې او دغې نامه لاندې: «څپله غربیان ؤ چه د اسلامي دین د تعصب لمن یې خپور کړل» ! او د سویس د زیوریخ ولایت د تلویزیون غړي او ما په ۱۹۸۵ کال کې پښاور کې ولیدل چه د تروریستانو ځالې په پاکستان کې روزل کېږي! هیله ده چه د پاکستان سر وخري! وایي چه *هغه رېبې چه پخپله یې کرې*!
    https://www.tagesanzeiger.ch/wie-der-westen-den-islamismus-vorantrieb-219516967749

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب