جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د ځوان پاتې کېدو څو رازونه

د ځوان پاتې کېدو څو رازونه

مینه احمد

د هر انسان د ژوند هدف دا دی چې خوشاله وي خو په افغانستان کې خوښ اوسېدل هم اسانه کار نه دی. ځکه موږ په داسي چاپیریال کې اوسو چې هره شیبه د غم خبرونه اورو او د ډېرو ستونزو له کبله تر فشار لاندي یو. نو خوښي داسي یو څه نه ده چې په پيسو یې واخلو، خوښي یو احساس دی او دا احساس په ځان کې پیدا کولی شو.

نو که غواړئ¸چې تل خوښ واوسئ لاندي پنځه ټکې په خپل ژوند کې عملي کړئ.

۱- شاته مه ګرځئ، په تیر ژوند کې ډېر فکر مه کوئ. په اوس او راتلونکي ژوند تمرکز وکړئ. ځکه تیر هیڅکله نشئ بدلولای، خو اوس او راتلونکي بدلولای شئ. نو په تیر ژوند کې ډېر فکر کول مو له راتلونکو بریاو څخه بي برخي کوي. د هغه ترڅنګ تاسو په تیر کې ترخې خاطري لرئ، چې د هغوۍ له امله تاسو د خواشینۍ احساس خپلوئ. نو د دې لپاره چې د خوشالۍ احساس او بریا ترلاسه کړئ، له تیر څخه راووځئ او په اوس او راتلونکي تمرکز وکړئ.

۲- مقایسه مکوئ، له نورو سره ځان مه مقایسه کوئ. ځکه هیڅ دوه کسان په یو شان ندي او بل دا چې مقایسه تاسو ته د کېني او حسد احساس درکوي. چې له یو اړخه ګناه لري او له بله اړخه د خواشینۍ احساس درکوي. نو د دې لپاره چې د تل لپاره خوښ واوسئ، هیڅکله له نورو سره ځان مه مقایسه کوئ، بلکي یوازي په خپلو موخو کار وکړئ او په ځان باور ولرئ.

۳- د نورو له خبرو او فکرونو څخه مه ویریږئ، ډېری وخت تاسو له دې ویري چې نور به څه وايي او څه فکر به کوي، په ژوند کې ډېر څه د خپلي خوښي خلاف ترسره کوئ. نو د دې لپاره چې خوشاله ژوند وکړئ، د نورو فکرونو او خبرو ته وخت مه ورکوئ، بلکی د خپلي خوښي کارونه وکړئ. پریږدئ چې نور هر څه وايي او هر څه فکر کوي، د یو څه مودي لپاره به درته سخته وي، خو د دې کار په کولو سره به مو ژوند کې آرامتیا ترلاسه او فشارونه به مو کم شي.

۴- ځان ډېر تر فشار لاندي مه راولئ. تاسو که د دې لپاره چې بریا ته ورسیږئ، یا هم د خپلو موخو ته ورسیږئ، هیڅکله په ځان فشار مه راوړئ. ځکه له دې کار سره به نه یوازې تاسو له ژوند او کار څخه زړه تور شي، بلکي رواني او روغتیايي ستونزي به هم درته پيدا شي.

۵- د «نشم کولای» جمله هیڅکله مه وایاست. دا به د کارونو د نه کولو او د خپل غفلت د توجیه کولو تر ټولو آسانه لار وي، چې ووایاست نشم کولای. خو که چیرته تاسو له یو بلي زاويي څخه ژوند ته وګورئ، هر کار کولای شئ، نو خپل غفلت مه توجیه کوئ او په ځان باور له لاسه مه ورکوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب