جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهنړیوال بانک: د خوړو بحران ۳،۲ میلیونه افغان ماشومان اغېزمن کړي دي

نړیوال بانک: د خوړو بحران ۳،۲ میلیونه افغان ماشومان اغېزمن کړي دي

تاند:( پنج شنبه، د کب ۲۵) نړیوال بانک په یوه تازه راپور کې ویلي چې افغانستان د خوراکي توکیو له نړیوال بحران سره مخ دی او د ۳،۲ میلیونو ماشومانو په ګډون ۴ میلیونه وګړي له پنځو کلونو کم عمره خوارځواکي دي.

  د راپور له مخې، د افغانستان ډېری خلک د خپلو لومړنیو خوراکي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د مبارزې تګلارې ته اړتیا لري او د اقلیم بحران د خوراکي توکو وضعیت خراب کړی، چې له امله یې ۳۰ ولایتونه د اوبو له ټیټ کیفیت څخه شکایت کوي.

سرچینه زیاتوي: د اوبو خراب کیفیت کولی شي د خلکو روغتیا له خطر سره مخ کړي او د ایکوسیستم روغتیا ته هم ګواښ رامینځته کولی شي.

نړیوال بانک یو شمیر هغه عوامل په ګوته کړي چې روغتیا او تغذیې خدماتو ته د خلکو لاس رسی محدود کړی دی.

په دغه راپور کې په افغانستان کې د مرستو د کچې د لوړېدو په اړه د هیله مندۍ په څرګندولو سره ویل شوي چې په نادولتي مرستندویه ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز او د ژمي د یخ موسم له امله اړمنو ته د مرستو وېش ستونزمن دی. .

د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي، چې د درېیم کال وچکالۍ د افغانستان د خلکو لپاره د خوراکي توکیو د پېرلو عواید د پخوا په پرتله ډېر کم کړي دي.

ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان اکثره خلک کروندګر دي او پرله پسې وچکالیو د دوی حاصلات او عاید هم کم کړی دی.

تر دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم ویلي و، چې افغانستان په نړۍ کې له ستر او ناوړه بشري بحران سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) هم ټینګار کړی، چې د وروستیو شمېرو له مخې په افغانستان کې ۲۸ میلیونه او ۳۰۰ زره کسان، چې د هېواد د نفوس دوه پر درې برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب