سه شنبه, اپریل 23, 2024
Home+بې سیمه هیډفون او نور وسایل روغتیا ته مضر دي؟

بې سیمه هیډفون او نور وسایل روغتیا ته مضر دي؟

مینه احمد

 که څه هم ځینې ځېړنې وايي چې بې سیمه یا وایرلیس هیډوفونونه د انسان روغتیا ته ضرر نه لري خو ځینې نورې څېړنې بیا د دې بالعکس خبرداری ورکوونکې دي.

د ټکنالوژۍ د پرمخګ له کبله ورځ په ورځ بې سیمه وسایل زیاتېږي. نن سبا د کور ډیر وسایل لکه د کور زنګ، لوډسپېکر ، تلویزیون او هیدفونونه بې سیمه کار کوي خو دغو وسایلو  روغتیا ته اندېښنې هم ډیرې کړي دي.

څېړونکي په دې څېړنه کوي چې ایا دا وسایل د انسان پر روغتیا منفي اغیز لري او که یې لري څومره یې لري. تر ټولو ډیره اندېښنه د دغو وسایلو او سرطان د ارتباط په اړه ده.

د Roskachestvo ډیجیټل تخصصي مرکز مشر انتون کوکانوف په دې اړه پرایم خبري اژانس ته وویل: که څه هم په دې اړه کره شواهد نه شته، خو بیا هم بې له شکه چې بې سیمه غوږۍ د انسان د روغتیا لپاره زیان لري، هغه زیاته کړه چې که څه هم د موبایل تیلفون تر کارولو د غوږیو کارول غوره دي خو بیا هم باید غوږۍ په محدود ډول  (په ورځني ډول تر درې ساعتونو) پورې وکارول شي.

د ښاغلي کوکانوف په خبره، په لاره د تګ او ویده کېدو په وخت کې باید په هیڅ صورت له دې غوږیو څخه کار وانخیستل شي، هغه همدارنګه وویل، لوړ غږ د انسان د روغتیا لپاره زیان لري، نو له همدې امله په هیڅ ډول غوږیو کې په لوړ غږ سندرې یا کوم بل څه مه اورئ.

کارپوهان زیات وخت د ټکنالوژیکي وسایلو د زیان په هکله خبرې کوي، نو له همدې امله باید له ټولو ټکنالوژيکي وسایلو څخه تروسه وسه لږ او یوازې د اړتیا په وخت کې کار واخیستل شي.

1 COMMENT

  1. کیدایشی یو وخت داسی راشی چه د ټکنالوژیکي وسایلو زیان او بدی اغبزی تر دي هم ډیر جانبي عوارض ولری.

    بله امنیتی اندیښنه ده:
    زه هره لحظه په کامپیوتر او نورو زیرکه او انترنیتی برقی وسایلو باور نلرم، ځکه خوندی نه دی.
    ځینی ورونه کولای شی د کوم کمپیوتر ساینس د سایبر سیکوریتی د برخی متخصیص څخه پوښتنه وکړی. چه آیا کله چه څوک په کامپیوتر یا زیره که تلیفونونو کی اسناد، عکسونه او یا نور کوم روزمره کار کوی؟ آیا د سایبرسیکوریتی ماهرین کولای شی دغه اسناد او عکسونه تعقیب او وڅاری ؟
    زه خو چه کوم معلومات لرم، زه هره شیبه فکر کوم چه زه خوندی نه یم.
    زما د ځینو ورونو څخه خواست دادی هغه اسناد، عکسونه، ویدو ګانی او نور کلیمات چه په راتلونکی کی تاسو ته جنجال او سرخوږی جوړوی، خپل یو اس بی فلش کی محفوظ کړی. ځکه کیدایشی یو وخت درڅخه دغه اسناد کاپی او غلا کړای شی.
    ځینی تلویزونونه هم داسی عیار شوی وی یا داسی خصوصی پرزی پکی ځای په ځای شوی وی، چه ستاسو د کور ځینی خبری د اړوند ارګانونو او یا نورو ادارو لخوا کیدایشی وڅارل شی.
    زه پخپله ډاډمن نه یم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب