جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهننګرهار: ۲ تنه تنه ۱۹ ډوله قيمتي ډبرو سره ونيول شول

ننګرهار: ۲ تنه تنه ۱۹ ډوله قيمتي ډبرو سره ونيول شول

تاند:( پنج شنبه، د کب ۲۵)  د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار اوومې ناحيې مربوطاتو کې د امنې قوماندانۍ منسوبينو دوو تنو سره په يو ډاټسن موټر کې ۱۹ ډوله قيمتي ډبرې چې له نورستان ولايت څخه يې په قاچاقي ډول راوړې وې ونيولې.

د طالبانو ځايي امنیتي چارواکي وایي، چې نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی.

د دوی په وینا، یاد شوي کسان به د نورو اجراتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپيژندل شي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په نامسوولانه ډول د افغان کانونو د استخراج او قاچاق ادعاوې زیاتې شوی، خو طالبان په دې اړه د جدي اقداماتو خبر ورکوي.

د دوی د کانونو او پټرولیم وزیر شېخ شهاب الدین دلاور څه موده مخکې ومنله، چې د قیمتي ډبرو او کانونو مافیا لا هم په پراخه کچه موجوده ده، خو په ختمولو یې ټینګار وکړ.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب