پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد ته د پاکستان ځواب؛ ناغوښتل شویو مشورو ته دې اړتیا نه...

خلیلزاد ته د پاکستان ځواب؛ ناغوښتل شویو مشورو ته دې اړتیا نه لرو

تاند:( پنج شنبه، د کب ۲۵)  د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوچ، د افغانستان لپاره د امریکا مخکني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد وروستیو څرګندونو ته، چې د پاکستان په اړه یې کړې وې، غبرګون ښودلی.

نوموړې ویلي: “مونږ [پاکستان] چې نن د کومو ننګونو سره مخ يو د مقابلې لپاره یې د هيچا لېکچرو او مشورو اړتيا نه لرو”.

خليلزاد د سې شنبې په ورځ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو: ”  پاکستان د درې اړخيزه سياسي، اقتصادي او امنيتي بحران سره مخ دی. باوجود د توان يا ظرفيت کمه کارکردګي لري او د خپل سيال هند څخه ډېر شاته پاتې دی”.

هغه ویلي، “د خپلو سياسي مشرانو پرله پسې نسل وژنه، په زندانونو کې اچول، په دار کول، وژنې او نور، دا ناسمه لاره ده. د عمران خان نيول به ناورین نور هم زیات کړي”.

خليلزاد وړاندیز کړی، چې د هغه په نظر پاکستان دې “لومړی ګام، د ناورین د مخنیوي لپاره د جون د میاشتې په لومړو کې د خپلو ټاکنو نېټه وټاکي”.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند یوه مشر پروېز الهي ویلي، چې خلیلزاد په دغه ټویټ کې د دوی د رهبر عمران خان پر وړاندې د شوي تاوتریخوالي غندنه کړې ده.

4 COMMENTS

  1. چرګی چی بَبَری سی نو بدی ځناوری سی.
    د انګریز زوم او د یهودو زوم یو بل تر خوټو سره نیولی دی.
    د خلیل زاد او امریکائیانو دا ادعا چی ګواکی د عمران خان سره بد چلند غندی، د منلو وړ نه ده ځکه همدا امریکائیان وه چی پارلمان ئی د عمران خان پر ضد ولمساوه او د قدرت څخه ئی ګوښه کړ.

  2. زه د دې غلام حضرت په شانتنګ نظرو خلکو په فکر نه پوهیږم
    هر امریکایی سیاسي ګوند خپله اجنډا او سیاسي پالیسۍ لري،
    خو خلیلزاد یو خپلواک شخص دی او حق لري چې دخپله نظر څرګندونه وکړي،
    د آنګريزانواو یا یهوديانوسره خپلوي جرم ياګناه نه ده
    په اسلام کې هرڅوک اجازه لري او کولی شي له یوې عیسوي یا یهودي میرمنې سره واده وکړي،
    مهرباني وکړئ هرڅه مو په خيټه کی راځي په ټولنیزو رسنیو کې يي مه لیکئ،

  3. ۱ – ولا شریکه یوازنی ځای چی هر څوک پکی هر څه لیکلای او ویلای سی هغه همدا ټولنیزه رسنی ده.
    ۲ – چی خلیل زاد د خپل نظر د څرګندولو حق لری نو احمد او محمود ئی ولی ونلری؟
    ۳ – نن ورځ د روشنفکری ادبیاتو په قاموس کی د ” تنګ نظر ” عبارت نور خپل اعتبار له لاسه ور کړیدی ( نن ورځ تنګ نظر هغه څوک دی چی د خپل وطن او خلګو سره د جفا کارانو یعنی غربیانو د کړنو دفاع کوی ).
    ۴ – آیا د افغانستان سپارل ” طالب ” ته د خلیل زاد خپل تصمیم ؤ که د امریکا د حاکمه هیئت تصمیم؟

  4. کله چې نواز شریف د حکومت واکې په لاس کې درلودی نو عمران خان سره همدا ګوندونه شریک شوی وو او عمران خان ملاتړ یی کولو او نواز شریف یی دې ته اړ کړ چې بندی بیا انګلستان ته لاړ شی او هلته نظر بند شي مګر کله چې عمران خان په واک کې شو بیا همدی ګوندونو یی په وړاندی مبارزه شروع کړ اوس د نواز شریف ورور شهباز شریف په واک دی غواړی چې دده ورور بیرته راشي مګر هغه ویلي ترڅو چې عمران خان بندی نشی نو نواز شریف بیرته پآکستان ته نه راځی نو امریکایی چارواکې کوښښ کوی دلته په پاکستان کې د برتانیی سیاست ته ضربه ورسوی او دوی پکي برلاسی شی یعنی داسې ښکاری چې همدا اوس خلیلزاد خبره منل شوی ددی پر ځای چې ولس د دوی پر پوځ او حکومت دا نیوکه ونکړی چې د عمران د نیولو څخه ولی پر شا شوی نو دوی د خلیلزاد په وړاندی یو د ټویټ څخه کار واخیست مګر په اصل کې یی د امریکا خبره ومنله ترڅو پآکستان امریکا ځان ملګری ثابت کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب