پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهحکمت خلیل کرزی: ط افغان ښځو سره کړې ژمنې ماتې کړي

حکمت خلیل کرزی: ط افغان ښځو سره کړې ژمنې ماتې کړي

تاند:( پنج شنبه، د کب ۲۵) د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی وایي، چې طالبانو له افغان ښځو سره کړې ژمنې نقض کړي دي.

نوموړي په قطر کې یوه جوړ شوي کنفرانس ته وویل: طالبانو له امریکا سره د سولې مذاکراتو پر مهال په دوحه کې افغان ښځو ته ژمنه ورکړې وه، چې دوی ته د وزارت تر کچې د دندو او د دوکتورا تر کچې د زده کړو حق مني.

د حکمت خلیل په وینا، د طالبانو له بیا واکمنیدو سره له افغان ښځو دا حقونه اخیستل شوي او له لومړنیو زده کړو ور اخوا نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کیږي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې په خبرو باید د افغانستان روان ناورین حل او ښځو ته نقض شوي حقونه بیرته ورکړل شي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبان، د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د کړو ژمنو د نقض له امله توندو غبرګونونو سره مخامخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب