شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهمتقي له متحده عربي اماراتو د افغان بندیانو د خوشې کولو غوښتنه...

متقي له متحده عربي اماراتو د افغان بندیانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه

تاند:( پنج شنبه، د کب ۲۵) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي کابل ته د متحده عربي اماراتو د دیني عالمانو له راغلي پلاوي غوښتي، چې د روژې د رارسیدو په مناسبت دې متحده عربي امارت افغان بندیان خوشې کړي.

 د طالبانو رژیم تر دې اخوا، په متحده عربي اماراتو کې د بندي افغانانو د شمېر، د بندي کیدو د لاملونو او د بیرته خلاصیدو په اړه یې د خپلو هڅو په اړه څه نه دي ویلي.

د بشري حقونو د څار سازمان پرون ویلي، چې متحده عربي اماراتو د څه باندې ۱۵ میاشتو لپاره د شاوخوا ۲۷۰۰ افغان کډوال په ناقانونه ډول بندیان کړي.

سرچینې ویلي، چې دا افغانان چې د جمهوري نظام د سقوط پرمهال له افغانستانه وتلو ته اړ شوي او په اماراتو کې د استوګنې قانوني اسناد نه لري.

د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکز یې په نیویارک کې دی ویلي، ډېری افغان کډوال چې د اماراتو په بشري ښارګوټي کې دېره دي، ژور خپګان او نورې رواني ناروغۍ لري، مدافع وکیلان نه لري او ماشومان یې له زده کړو محروم دي.

راپور زیاتوي چې د دې افغانانو د اوسېدو ځایونه یې وراسته دي، په خونو کې یې ډېر خلک اوسېږي او له حشرو په عذاب دي.

2 COMMENTS

  1. دا خو د همغه بشردوستانو پاتیشونی دی
    یا د غم وکړی او یا د په قدر او عزت وطن ته را ستانه کړی. داسۍ نه چه وتل هم په ټیټو سترګو ننوتل هم.
    ترې هیر شوی دی که په غلامۍ کی یی څه کمۍ دۍ چه ترې وراسته شول؟

  2. عجیبه نده ناپیژندل شوی امارت عربی اماراتو ته توصیه کوی چي افغانان له زندانونو راخوشی کړی او ورسره دی سوالونو ته یی پام نشته
    دا خلک ولی تښتی او خپل پلرنی کور پریږدی ؟
    دا خلک ولی مرمیو ، سیندونو او مرګونو ته غیږ ورکوی ؟
    دا ملت هرکس و ناکس حتی ارذل الناس ته ولی قصداََ حواله کوو ؟ چي نه اسلامیت پیژنی او نه انسانیت ۰
    ایا څوک شته چي ډدی اواره او کور ورکی افغان په وړاندی دڼنه یا بهر مسئولیت وپیژنی ؟موږ په تیره نیمه پیړۍ کی داسی خادم قیادت چي ملت جوړ کړی ونه موند ، د فسق و فساد مسابقو
    ملت ڼنی حالت ته راووست ۰
    زموږ شیخان د ځان انحصاری مَلِکٙۍ د تحفظ لپاره اجیر او جانی جنرالانو ته په میلیاردونو ډالر ورکوی چي د اسلام مخه ونیسی او بلا حدود جنایت او اثبات د ارذلیت وکړی خو د انسانی مسایلو لپاره د ترحم ، شفقت او انسانی همدردی محسوس اثر نه لیدل کیږی ؛ دادی د کبار امت د غفلت او بی کفایتی ژړونکی حالت ۰
    الله رب العزت دی دی ملت او امت ته عاقل خادم امراء ورکړی چي خپل ملی او انسانی مسئولیت
    ته منحیث عبادت اوږه ورکړی او خپل رعیت د پردیو ذلت ته ونسپاری او خپل نوامیس خپله وساتی ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب