Homeخبرونهد پاکستان د پوځ مشر له ډیورنډ فرضي کرښې لیدنه کړې

د پاکستان د پوځ مشر له ډیورنډ فرضي کرښې لیدنه کړې

تاند:( پنج شنبه، د کب ۲۵) د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د ډیورنډ فرضي کرښې له هغو برخو، چې د پاکستان تر کنټرول لاندې دي، لیدنه کړې ده.

پاکستاني رسنیو د نوموړي د سفر اصلي هدف نه دی ښودلی، خو ویلي چې امنیتي وضعیت یې ارزولی.

یو شمېر افغانانو په دې اړه توند غبرګون ښودلی او ویلي، چې له ډیورنډ فرضي کرښې څخه د پاکستاني پوځ لیدنه د دغې کرښې په اوږدو کې د دوی د نورو مغرضو اقداماتو څرګندونکی دی.

د طالبانو رژیم په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

پاکستان ادعا کوي، چې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې پاکستاني طالبان د دوی خلاف وسله وال بریدونه تنظیموي او په افغانستان کې د طالبانو حاکم رژیم یې مخنیوی نه کوي، خو طالب رژیم دغه ادعاوې رد کړي دي.

1 COMMENT

  1. تور مخی پنجابیه د انګریز نه پیدا شوی غلامه په دغه غیرقانونی لیدونو به یو وخت د افغانانو لاس ته ورشی، او یا به پخوانی ټاټوبی هندوستان ته په خړو سترګو پناه وروړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...