Home+بالیووډ پر هیرا منډیي سریال جوړ کړ

بالیووډ پر هیرا منډیي سریال جوړ کړ

تاند:( پنج شنبه، د کب ۲۵) د هندوستان سینما( بالیووډ) په سویلي اسیا کې د فحاشۍ په تر ټولو ستر مرکز( هیرامنډيي) چې د پاکستان په لاهور کې دی، ځانګړی سریال جوړ کړی.

دغه سریال مشهورې هندۍ فلم جوړونکې سنجې لیلا بهنسالي جوړکړی.

په دغه سریال کې د پاکستان د بدلمنو او نڅاګرو میرمنو کیسې وړاندې کیږي.

دا سریال به د نیټفلکس شرکت له خوا خپور شي خو تر اوسه یې د خپریدو دقیق تاریخ معلوم نه دی.

  هیرامنډیي چې یو وخت شاهي او د نڅا او اواز بازار و او وروسته د تن پلورنې په بدنام بازار بدل شو، په لاهور ښار کې لعل جومات ته نږدې موقعیت لري.

په دې سریال کې په ۱۹۴۰ لسیزه کې د نڅا پر کوټو او د تن پلورنې پر هغو ځایونو تمرکز شوی کله چې لاهور د هند یوه برخه وه او پاکستان لا رامنځ ته شوی نه و.

په دې سریال کې د سوناکشي سنها، ادیټي راو حیدري، منیشا کویرالا په شان وتلو هنرمندانو نقش لوبولی دی.

بهنسالي چې د پدماوت، باجیراومستاني او همدل دېچکې صنم په شان فلمونو له امله مشهوره ده، تیره میاشت په ممبایي ښار کې ددې سریال پرانیسته وکړه.

د هیرامنډيي سریال د لاهور په هیرامنډيي کې د تن پلورونکو په درېیو نسلونو متمرکز دی.

 په سریال کې په هیرامنډيي کې د تن پلورونکو میرمنو د مینې، خیانت، بریا او سیاست داستان په تصویر راکاږل شوی دی.

په دې سریال کې به د ازادۍ لپاره د بدلمنو میرمنو هڅې او د پاکستان د رامنځ ته کیدو څرنګوالی هم نندارې ته وړاندې شي.

 پاکستان د دغه سریال په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د هیرا منډيي له نامه سره افغانان هم په پراخه کچه اشنا دي او ډېر ځله پاکستان پلوو خلکو ته یې د پېغور په توګه یادوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...