The year’s at the spring
And day’s at the morn;
Morning’s at seven;
The hillside’s dew-pearled;
The lark’s on the wing;
The snail’s on the thorn;
God’s in his heaven—…
All’s right with the world
کال، پسرلي
ورځ، سهار
سهار، اوه بجې
په غونډیو، د پرخو مرغلرې
بلبله په وزرونو
آسما ن څکالی په اغزو
خدای په عرش
د نړۍ ټول شیان سم دي
(شاعر: انګرېز را برټ برونېنګ، درې پېړۍ دمخه)
هغه و رځ مې په دروېش دراني باندې د اسد غضنفر کوټلې لیکنه لوسته.لیکوال وايي دروېش په شعرونو کې د خوب او خیال تصویرونه او اماژونو ډېر لري. تحلیل سخت خوند راکړ خو په وروستۍ جمله کې ټکنی یم چې وايی : خوښ به شم چې لوستونکي دا را سره ومني چې ښه شعرونه هغه دي چې په ویښه یې لولو.
نه مې د انګرېزي شعر د ورو ستۍ جملې په ارتباط سر خلاص شو چې د نورو برخو سره یې لري، نه د اسد جان . په لوستلو یې د وټه پور ملا رایاد شو چې د جهاد په کالونو کې یې جومات کې د جمعې خطبه ویله، او چې بهر به کلي کې د توپو یا بم ګړز شو، نو بې له دې چې د خطبې سور او تل خراب کړي، په هماغه شرنګېدلي آواز به یې وویل، « بل بم یې هم وارتاوه»
د ارواښاد استاد شپون دا لیکنه په تاند کې لومړی پلا د ۲۰۱۱ د اګست په ۱۳ خپره شوې ده.