تاند:(سې شنبه، د قوس اتمه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوړو زده کړو وزارت د محصلينو د فراغت غونډو د نمانځنې د بڼې په بدلولو کار پیل کړی.
دغه وزارت نن د پکتيا پوهنتون د يو شمېر محصلينو د فراغت عکسونه خپاره کړي او دا ډول فراغت نمانځل ېې د «د اسلامي او افغاني کلتور سره سمه نمانځنه» ګڼلې ده.
طالبانو په دې اړه خپله اعلاميه کې د محصلينو د قوله لیکلي، چې د فراغت غونډو نورې عامې بڼې د « پردي کلتور» په اساس دي.
د پکتیا پوهنتون طالب مسولانو د محصلينو دغه ډول فراغت مراسمو په اړه ويلي:« فارغ شویو محصلانو وښودله چې د خپل ژوند علمي خوښي او وياړ، د اسلامي شريعت او اصيل افغاني کلتور د اصولو مطابق لمانځي او په دې ډول به د تپل شويو پردي کلتورونو او رواجونو مخه ونیول شي.»
د طالبانو منتقدین بيا باور لري، چې دوی ته له خپلو مدرسه یي رواجونو وراخوا د ژوند له بڼې د نورو افغانانو تر افکارو او هرڅه پردی کلتور، غیر اسلامي ارزښتونه او په عامه اصطلاح کفر ښکاري.
يو شمير خلکو له طالبانو پوښتلي، چې د « اسلامي ارزښتونو او افغاني کولتور» په نوم د خپلو سخت دريځو اصولو توجیه په کوم اساس کوي بايد وضاحت ېې ورکړي.
طالبانو په دې اړه خپلو منتقدانو ته ځواب نه دی ورکړی.