پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد نورستان د ځنګلونو ساتنې ته قطعه جوړیږي

د نورستان د ځنګلونو ساتنې ته قطعه جوړیږي

تاند:(سې شنبه، د قوس اتمه) ‏د نورستان لپاره د طالبانو چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې د ځنګلونو د ساتنې په موخه د شنې قطعې پر جوړولو کار پیل شو.

په دې موخه د طبیعي سرچینو په تېره د ځنګلونو د ساتنې لپاره د ځانګړې شنې قطعې د جوړولو لپاره د ۶ ولایتونو د زرغونو قطعاتو عمومي طالب مسؤل مولوي عبدالحلیم د نورستان لپاره د طالبانو والي حافظ محمد اغا حکیم سره لیدلي.

نوموړي ويلي:«د ځنګلونو د ساتنې لپاره درې دلګي چې سربازان به يې د غرنیو سیمو او ځنګلونو سره کامله اشنا يي لري، په دنده ګمارل کېږي ، همدارنګه یادې قطعې به په ټولو اړینو وسایلو سمبال وي، ، چې د امنیه قوماندانۍ په چوکاټ کې د کرهڼې او مالدارۍ ریاست سره په مشوره فعالیت کوي .»

د طالبانو والي ويلي، هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې شنې ونې قطع او يايې قاچاق کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې خپله د طالبانو يو شمېر قومندانان د ځنګلونو په وهلو او قاچاق کې په لاس لرلو تورن شوي وو، خو دوی دا ادعاوې بې بنسټه ګڼلې وې.

 

 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...