جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهجرمني په عام محضر کې د حدودو د تطبيق په نوم د...

جرمني په عام محضر کې د حدودو د تطبيق په نوم د خلکو شکنجه د انساني کرامت شدید نقض وباله

تاند:(سې شنبه، د قوس اتمه) ‏د افغانستان لپاره د جرمني سفارت په خپله ټویټر پاڼه کې د طالبانو د حاکمې ادارې له لوري د شرعي حدودو د تطبيق په نوم په عام محضر کې د خلکو په درو وهل د انساني کرامت سرسخته نقض وباله.

دغه سفارت ټینګار کړی، چې طالبان د دولتونو ترمنځ د حقوقو او شکنجې د منع په اړه د افغانستان لخوا د لاسليک شویو کنوانسیونونو په رعايت مکلف دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د جرمني د سفارت په ځواب کې توند غبرګون ښودلی.

نوموړي له نازیزم سره د جرمني پخواني تړاو نه په اشارې تور پورې کړی، چې یاد شوی هېواد یو ځل بیا توکم پالنه او د اسلام مخالفت کوي.

د بلخي په وینا، اسلام د عدل دین او خدای تعالی پر خپلو بنده ګانو تر هر چا ډېر مهربانه دی.

د طالبانو امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده څو اونۍ مخکې د خپلې ادارې قاضیانو ته د شرعي حدودو د تطبيق امر وکړ.

له دې اعلان څخه وروسته، په مختلفو ولايتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور د طالبانو لخوا د لسګونه تنو د په درو وهلو خبر ورکړل شو ‌

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو منتقدین په پرله پسې توګه له دوی پوښتي چې په اخلاقي او مالي فساد د خپلو دوو تورنو مخکښو غړو قاري سعید خوستي او د پاسپورټ د پخواني ريس ملا علم ګل حقاني پر ورور به اسلامي حدود کله تطبيقوي.

1 COMMENT

  1. ملا عبدالقهار بلخي ته باید وویل شي چې ته د باندینیو چارو وزارت یو مسوول شخص یې ، بنا لږ دیپلوماسي زده کړه . د نورو هېوادونو تاریخ او بیا له افغانستان سره یې اړیکې وڅېړه . حد اقل هلته د نورو هېوادونو د اړیکو له متصدیانو نه یو څه معلومات ترلاسه کړه او بیا ډنډورې غږه وه .
    ستا دا یوه غیرمسوولانه وینا د افغانستان نړیوال حیثیت او خپله ستا وزیر او تحریک ته څومره زیان رسولی شي .
    د بشر د حقوقو په هکله نړیوال کنوانسیونونه ، اعلامیې ، د افغانستان غړیتوب په نړیوالوکنوانسونونو ، سازمانونو او ادارو کې او بیا له هغو نه زمونږ هېواد ته د مرستو را جلبول هغه څه دي چې د دې مهم او حیاتي وزارت یو مسوول مقام باید پرې خبر وي .
    ترکاڼي د بیزو کار ندی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب