یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهملا متقي او ملا حسن اخند نن کابل کې حنا رباني سره...

ملا متقي او ملا حسن اخند نن کابل کې حنا رباني سره ویني

تاند:(سې شنبه، د قوس اتمه) ‏کابل نن د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د مرستیالې حنا رباني کهر په مشرۍ د دغه هېواد د یوه لوړپوړي پلاوي کوربه دی.

سره له دې، چې د نوموړې د سفر جزییات په تفصيلي ډول نه دي په ډاګه شوي، خو د طالبانو د حاکمې ادارې يوې سرچينې تاند ته وويل، چې نوموړې او ورسره پلاوی به د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي او رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند سره وویني.

د طالبانو د حاکمې ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد پرته له دې، چې د حنا رباني کهر نوم واخلي، ویلي چې کابل به د سې شنبې په ورځ د پاکستان د یوه لوړپوړي پلاوي د سفر کوربه وي.

د طالبانو ویاند د پاکستاني پلاوي د سفر اجنډا پر سیاسي او اقتصادي مسايلو طالب چارواکو سره خبرې ښودلي.

په ټولنیزو رسنیو کې د حنا رباني کهر د سفر په اړه خلکو مختلف غبرګونونه ښودلي دي.

ځینو خلکو لیکلي، چې پاکستان طالب مشرانو سره د لیدنو لپاره د خپلې دې لوړپوړې دیپلوماتې له استولو سره غواړي وښيي، چې د طالبانو د سخت دریځۍ هڅونکی او روزنکی نه دی.

د سیاسي چارو کارپوه او پاکستان کې پخواني افغان دیپلومات احمد سعيدي ویلي، چې طالبانو خو د نجونو ښوونځي تړلي او په عمومي فضا کې ېې د محرم نه لرلو په نوم ښځو ته ډېر مزاحمتونه رامنځته کړي، چې له حنا رباني سره به له محرم پرته که محرم سره یې مجلس ولري ؟

دا سفر په داسې حال کې کیږي، چې پرون دوشنبه د پاکستاني طالبانو تحريک د افغان طالبانو په منځګړتوب له خپل حکومت سره د شوي اوربند د پای ته رسېدو او د پاکستان په مختلفو برخو کې د بریدونو خبرداری ورکړ.

1 COMMENT

  1. اغلي حنا رباني چي افغانستان ته راغلي له مولوي امیرخان متقي او رییس الوزرا ملا محمد حس سره مخامخ ليدنه کوي. اغلي حنا يوه مسلمانه ميرمن خو ده دلته دا سوال له ملا متقي او ملا حسن نه کيږي چي له ميرمني حنا سره ستاسو مخامخ ليدنه او خبري د کوم اسلامي مقره راتو په چوکاټ کي روا ده او که هسي خلک غلته ول دي او زموږ په نجنو او ميرمننو مو په وچ زور د بهر دتګ، مکتب، دکار او حتا د ګدا بنديز لګولي په د دليل چي بيا د ښځو ازادي د اسلا م له چوکاټه وزي.
    ملايانو د تاسو په اسلاميت ايمان او اسلامي عقيده زه ډير شک لرم چي تاسي د سوچه مسلمانان ياسته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب