Homeخبرونهط-انو د ورېښمو په لاره چېن سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا...

ط-انو د ورېښمو په لاره چېن سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه

تاند:(سې شنبه، د قوس اتمه) ‏د طالبانو د سوداګرۍ او صنايعو وزير عزیز الدین نوري په چین کې د یوه نندارتون پر مهال ټینګار وکړ، چې د وریښمو لارې اقتصادي اسانتياوو نه په استفادې سره دې د افغانستان – چین اقتصادي اړیکې غښتلې شي.

نوموړي دغه لاره د ترانزيت یوه ښه او ډاډمنه لاره وګڼله او ويې ويل، چې طالبان د واخان په لاره هم چین سره د اقتصادي اړيکو د پراختيا په هڅه کې دي.

طالب وزیر په دې برخه کې چینایي چارواکي د زيربناوو جوړولو ته هم وهڅول.

په دې اړه د چینایي چارواکو د ځواب په اړه څه نه دي ويل شوي.

ځینې شنونکي په دې برخه کې پاکستان تورنوي، چې افغانستان له چین سره مستقیم وصل کيدو ته ډېر نه پریږدي او غواړي دا اړیکې د دغه هېواد په انحصار کې وي او ډېره ګټه ېې دوی ته ورسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...