Homeکلتورجرمني کې د تازه جلا وطنه شاعر منقاد رودوال په درناوي مشاعره...

جرمني کې د تازه جلا وطنه شاعر منقاد رودوال په درناوي مشاعره وشوه

تاند:(سې شنبه، د قوس اتمه) ‏په جرمني کې مېشتو پښتنو فرهنګیانو د خوشال انځور په هڅو د تازه جلا وطنه شاعر ډاکټر منقاد الرحمن رودوال په درناوي د مشاعرې شپه جوړه کړې وه.

په دې مشاعره کې د جرمني مېشتو يو شمېر پښتنو فرهنګیانو تر څنګ يو شمېر تازه جلا وطنه شویو فرهنګي څېرو لکه: ډاکټر احسان الله درمل، نور ولي سعید شینواري، طایر ځلاند، ولي محمد کنډیوال او یو شمېر نورو خبرې او شعرونه واورول.

ډاکټر رودوال له فرهنګیانو مننه وکړه، چې په جلا وطنۍ کې يې د هغه فرهنګي هڅې ستایلي دي.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره يوه د پام وړ برخه افغان فرهنګيان جرمني ته لاړل، چې ورتلو سره یې په دغه هېواد فرهنګي هڅې هم غوړیدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...